هند وايي، پاکستان ته د خپلو درې سندونو اوبه بندوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۳)

د هند د کابينې غړي او د اوبو او برېښنا وزير نتن ګډکري ويلي، پاکستان ته به د هند بهېدونکي اوبه بندې کړې.

نوموړي ويلي، دا یوه بيړنۍ پريکړه ده او له سيند طاس تړون سره يې اړيکه نشته.

هغه ويلي، له دې وروسته به د هند اوبه په کشمير او پنجاب کې کارول کېږي.

هندي رسنۍ وايي، نوي ډيلي له پلواما بريد وروسته دغه پريکړه کړې څو پاکستان ته د هند د درې بهېدونکو سيندونو اوبه بندې کړي.

خو د ګډکري په وينا، دا پريړه له پلواما بريد سره کوم تړاو نه لري زياتوي: “ستلج او بیاس د برېښنا بند جوړېدو سره پاکستان ته د بهېدونکو اوبو مخه نيول کېږي، د شاه پور کنډي برېښنا بند جوړولو کار هم له پلوامه برید مخکې روان و. اوس کابینې د دوو نورو بندونو د جوړولو پرېکړه هم کړې ده”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button