(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۳)
پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د کرکټ لوبو لړۍ لومړی شل اوريزه لوبه ترسره شوه.
لومړی توپ وهنه ايرلنډ وکړه چې افغانستان ته يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه.
افغانستان په شلم اور کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او په داسې حال کې يې ايرلنډ ته ټاکلی هدف پوره کړ چې څلور توپونه يې لا پاتې و، د لوبې بريا يې په خپل نوم کړه.
نبي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او په څلوېښتو بالونو يې نهه څلوېښت منډې جوړې کړې.
دغه لوبې د هند په دهرادون ښار کې له ايرلنډ سره پيل شوي چې د راتلونکې مارچ پنځلسمې نيټې پورې به دوام وکړي.
د افغانستان او ايرلنډ بله شل اوريزه لوبه د شنبې په ورځ کېږي.


















