سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د اروپا فيوډالي نظام

محمود نشرونکی: محمود
فبروري 21, 2019
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
0
65
ځلې شریک شوی
261
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال: غورځنګ

په اروپا کې له اوسني وخت څخه په توپیر فيوډالي نظام شتون درلود، فيوډالي نظام په اروپا کې داسې نظام وو چې هرې سیمې به يو یو ځانګړی جاګيردار درلود چې دغه جاګيردار ته به يې فيوډال وايه، جاګيردار به په خپله ولکه کې يو څه سیمه درلوده چې د هغې سیمې ټول عائدات او قوانين به د فيوډال په خوښه تر سره کېدل، فيوډال به کرنيزې ځمکې داسې اشخاصو ته سپارلې چې د نوموړي د کورنۍ نژدې خلک به وو، يعنې د فيوډال خپلوان به وو.

دا هم ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اروپا به فیوډالي نظام کې اروپايي ټولنه په پنځو طبقو وېشلې وه:

۱ـــ پادشاه:

په فيوډالي نظام کې به پاچا داسې ټاکل کېده چې د مختلفو سیمو فيوډالان به سره په منځ کې په مشوره کېناستل او بیا به يې په خپله خوښه هغه شخص د پاچا په توګه وټاکه چې د فيوډالانو ګټو ته به ژمن وو، د فيوډالانو د خوښې وړ پاچا به هغه سړی وو، چې د کليسا کلکه ساتنه به يې کوله، همداشان به يې پر خپل ولس بې درېغه سختي او ظلمونه کول او يوازې او يوازې د کليساګانو او فيوډالانو ګټو ته به ژمن وو، که به پادشاه په خپل ولس باندې څومره ظلم تر سره کولو نو د فيوډالانو به نزد يې باک نه درلودلو.

۲ــ فيډال: له پادشاه څخه په دويم پوړ کې فيوډال شتون درلود، فيوډال په اروپا کې ميراثي حيثيت درلودلو، يعنې که به فيوډال مړ شو نو زوی به يې د ده پر ځای کېناست او که به يې زوی ومړ نو بیا به يې لمسی به تخت کېناسته، يعنې د فیوډال له کورنۍ څخه به فيوډالي واک بل چا ته نشو انتقالېدلی، همداشان کومه سيمه به چې د فیوډال تر واک لاندې وه، دهغې سیمې بشپړ واک به له فيوډال سره وو، کله به چې فيوډال تر خپلې ولکې لاندې سيمې چا ته په واک کې ورکړې تر څو يې وکري، له دغو خلکو څخه به فيوډال د حاصلاتو تر اخيستلو وروسته په خپله خوښه زياته برخه اخيستله. په لنده توګه بايد ووایو چې فيوډال په اروپايي ټولنه کې د ټولې د ټولو وګړو د هر څه واک په خپل لاس کې درلود، ان تر دې پورې چې د اروپايي ټولنې يوه فرد هم نشو کولی تر څو واده بغير د فيوډال له خوښې څخه وکړي، همداشان فيوډال حق درلودلو چې په ټولنه کې په خپل سر هر څه ترسره کړي.

۳ــ شواليان (جګړه ماران): جګړه ماران هغه خلک وو چې په خپلو سرونو يې د کليسا، پاپ، پاچا او فيوډالانو ساتنه کوله، شواليانو به چې به ټولنه کې هر څه وغوښتل په ازاده توګه يې کولی شول چې وې کړي، يعنې په ټولو مواردو کې خپلواک وو، د دې لپاره چې د فيوډال تطبيق کړی نظام بقا او دوام وکړي نو هڅه به يې کوله چې د ژوند په هره برخه کې شواليان يا جګړه ماران خوشحاله وساتي، يعنې د جنسي غرايزو د بشپړېدلو لپاره به په اروپايي ټولنه کې شواليان ازاد خلک وو، که به يې زړه هر څه زړه غوښتل هغه به يې کول او د هغو کارونو په کولو کې به خپواک وو.

۴ــ سرف (ځمکه لرونکي خلک): مخکې مو هم يادونه وکړه چې د فيوډال تر واک لاندې سيمو ځمکې به فيوډالانو خپلو او خپلوانو او داسې خلکو ته د اجارې په شکل ورکولې چې د دوی به پرې بشپړ باور وو،  همداشان به ځمکه لرونکو هم هڅه کوله تر څوپاچا، فيوډالان، پاپان او شوالیان خفه نه کړي نو ځکه به يې له جاروي ځمکې څخه لاسته راوړي حاصلات په پنځو برخو وېشلې، داسې چې لومړۍ برخه به يې پاچا ته سپارله، دويمه برخه به يې کليسا ته وقف کوله، دريمه برخه به يې فيوډال ته ورکوله، څلورمه برخه به يې شواليانو يا جګړه مارانو ته ورکوله او پنځمه برخه يعنې پاتې برخه به يې بيا په دوو برخو باندې وېشله، چې یوه برخه به يې د خپل ځان، اولاد او کورنۍ د نفقې لپاره پرېښودله او دويمه برخه به يې هغو خلکو ته ورکوله چې يوازې د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره سيمه په سيمه ګرځېدل تر څو له لوږې څخه د بچ کېدلو په خاطر يو څه پيدا کړي او وې خوري.

۵ــ بې ځمکو خلک: د څېړونکو په وينا دا ډول خلک په اروپايي ټولنه کې تر ټولو ټيټ خلک وو، يعنې پورتنيو ټولو طبقو به ورته د ذلت په سترګه کتل، بلکې به هېڅ حق ورکولو ورته قائل نه وو، دې خلکو ته به بې ځمکو او غريب خلک ويل کېدل او يوازې د دې په ارمان به وو چې يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي تر څو له مرګه وژغورل شي. دا طبقه خلک به له بله هره وخته له ځمکې څخه د حاصلاتو د اخيستلو په وخت کې ډېر خوشحاله وو، ځکه چې به دې وخت کې به دوی ته د نورو وختونو په نسبت په ماړه نس ډوډۍ او خواړه رسېدل. بايد ووايو چې په اروپايي ټولنه کې دې طبقې خلکو ته به ټيټه او خواره سترګه کتل کېدل يعنې دوی ته د اروپايي ټولنې د فيوډالي نظام سربراه خلک په هيڅ انسانيت او حق قائل نه وو.

لنډه دا چې په دې نظامونو کې د اروپايي ټولنې د ټولو وګړو عزت په کُلي ډول هيڅ ډول خوندي نه وو، ځکه نو هر اروپايي وګړی په دې هڅه کې وو چې په هر ډول وي له دې نظام څخه ځان او خپله کورنۍ وژغوري.

کله چې په 1096 ميلادي کال کې د اروپا لوی پاپ (اوربان) پر اسلامي نړۍ باندې د يرغل امر وکړ نو ځکه يې ټولو اروپايي وګړو غږ ته هر کلی ووايه او د نوموړي په امر يې پر اسلامي نړۍ باندې خونړی بريد تر سره کړو.

لوی ټکي: اروپآبې ځمکوپاچاسرفشواليانفيوډالي نظام
مخکینې مطلب

سوله او مذاکرات!

بل مطلب

هند وايي، پاکستان ته د خپلو درې سندونو اوبه بندوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com