(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۳)
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، روسیه باور لري چې د طالبانو او واشنګټن تر منځ د خبرو له یوه مسلم جوړجادي پرته د افغان کشالې لپاره بله حل لاره شتون نه لري.
نوموړي ویلي، طالبان افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او په وینا یې چې “موږ غواړو چي طالبان په انتخاباتو کي برخه واخلي ځکه هغوی همدا اوس د خپل هیواد ۷۰ ٪ سلنه خاوره کنټرولوي “
نوموړي دغه راز د خلیلزاد د هڅو په تړاو ویلي، چې نوموړی تر ډیر دا کوښښ کوي چې خپلو قواوو ته د وتلو لار برابره کړي او زیاتوي “ امریکا اندېښمنه ده چي تر وتلو وروسته به یې خطرناکه خلا ایجاد شي؛ زه په دې باور یم چې امریکایان په افغانستان کې اوس هم د مخامخ جګړې په پرتله زیاتره بمباري کوي. نو لهذا، که چیري همدا اوس ۱۴۰۰۰ امریکايي عسکر له افغانستانه هم ووزي، حالات به کوم تغییر ونه کړي.“
کابلوف ویلي د طالبانو اوسنی مشرتابه په ښکاره ویلي چي نور د قدرت انحصار نه غواړي، ځکه د زور له لارې د قدرت نیول به یوځل بیا کورنیو جګړو ته لار هواره کړي .
نوموړی زیاتوي، پر طالب مرکچیانو باید بندیزونه لیري شي، ځکه چې په وینا یې دا بندیزونه د هغوی دپلوماتیکې مانورې محدودوي، او د ملي روغي جوړي مخه هم نیسي.
کابلوف دغه راز ویلي، روسیه چمتو ده چې د افغان سولې په تړاو نور مجلسونه هم دایر کړي خو دا به هله کیږي چې د دې غونډو مؤثریت روښانه شي
















