لوګر دامریکایانو په چاپه کې درۍ جوماتونه نړول شوي، ۳ملکي کسان شهیدان دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۳)

راپورونه وایي چې بیګاه شپه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د“ زرد سنګ“ په نامه سیمه کې بهرنیو ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د ولسي خلکو پر کورونو خونړۍ چاپه وهلې ده.
ګډو ځواکونو په دغو شپنیو عملیاتو کې د سیمې درۍ تنه کلیوال وګړي په مخامخ ډزو شهیدان کړي او خلکو ته یې دروند مالي زیان هم ور اړولی دی .

سرچینه زیاتوي، افغان عسکرو د بهرنیانو په غوښتنه درۍ جوماتونه د چاودیدونکو توکو په مټ لومړی الوزولي او بیا یې اور ورته اچولی دی.
سرچینې وایي، ګډو ځواکونو د ځایي خلکو کورونه هم تالاشي کړي او له ګڼو کورونو یې قیمتي توکي چور کړي دي.
پر مقدسو ځایونو دغه برید داسې مهال تر سره کیږي ، چې څو ورځې وړاندې افغان او امریکایی ځواکونو په کاپیسا ولایت کې د سلو کلونو پخوانۍ تاریخي مدرسه ونړوله او کتابونه،سامان آلات او د مدرسې ټول توکي یې وسوځول.
طالبانو د یاد برید د غچ اخیستلو په موخه خپلو نظامي منسوبینو ته حُکم کړی چې د دغه برید تر ټولو سخت کسات دې له بهرنیانو او د هغوی له داخلي ملاتړو واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button