(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۴)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، تیره ورځ یې د ترکیې په پلازمینه انقره کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د افغانستان پر روان وضعیت مفصلې خبرې کړې او پر مهمو موضوعاتو یې توافقات کړي دي.
خلیلزاد ویلي، “ موږ موافقه وکړه چي د افغان سولې لپاره بین الافغاني ډایالوګ حیاتي اهمیت لري. افغانستان باید د سولي په خبرو کي د پرمختګ لپاره یو داسي متحد، ټول شموله، او سرتاسري ملي ټیم ونوموي چي هم د افغان حکومت استازي او هم نور سیاسپ جریانات په کې ګډون ولري.“
نوموړي پر طالب مشرانو د بندیزونو په تړاو ویلي چې په ګډه به هڅه کوي څو داسي لارې چارې ولټوي چي د طالبانو پر مرکچیانو باندي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د سفرونو بندیزونه لغوه اعلان شي،تر څو هغوی په اساني سره سفرونه وکړای شي.
نوموړی زیاتوي، دواړو استازو پر دې هم موافقه کړې چې وروستی پریکړه لیک باید دا تضمین کړي چي د افغانستان خاوره بیا هیڅکله د هیڅ هیواد پر خلاف د نړیوالو تروریستي ډلو لخوا نه کارول کیږي.
خلیلزاد دغه راز ویلي، په خبرو کې دا ټینګار هم وشو چې سیمیز لوبغاړي هیوادونه باید د دغه بهیر ملاتړ وکړي او د تخریب مخه یې ونیسي.
















