مولوي محمد اکبراغا – – –
که فکر وکړو زموږ افغاني اولس ټول د سولې تږې دي د نر،ښځې،د زاړه او واړه، د تور ږیري او سپین ږیري مو سوله په لومړیتوب کې ده، سوله په چل ول نه په اخلاص راتلائ شي.
په اوسني وخت کې د دولت ناسمو سیاستونو اولس ټول د خپل هیواد راتلونکي ته اندیښمن کړی دی، اولس اوس دا درک کړې ده چې څوک د سولې لپاره خنډ دي او څوک دا جنګ چې په لږ وخت کې په سلهاوو انسانانو ژوند اخلي اوږدېدل غواړي. شاید د دوي ګټه په جګړه کې وي، که څه هم دافغان اولس ګټه په سوله کې ده، د سولې د راوستو لپاره د بهرنيو ځواکونو له افغانستانه وتل اړین دي، ولې دلته د امریکایانو نظامي شتون یواځې طالبان نه بلکې عام افغاني اولس یې هم نه مني، که ټول پوښتنه وشي ډیر هغه کسان چې ځان چاري، ورځ چاري، چوکۍ خوښي به یې ومني او بس.
نو په داسې حالاتو کې د امریکا دلته نظامي حضور ساتل به لیونتوب وي او د دولت لپاره په اوس وخت کې انتخابات کول د سولې د روان بهیر د ماتولو اوځنډولو په معنا ده خو اولس ته په کار ده چې د سولې روان بهیر پیاوړی او چټک کړي.
دا چې دولت خپل نمائندګان د سولې شوری په نامه کېنولي او طالب بیا په قطر کې خپل نمائندګان کېنولي، اولس باید د دریمګړي په صفت خپل رول ولوبوي، معمولاً په بین الدولی منازعاتو کې د سوله ییزو مذاکراتو لپاره د ثالث باالخیر شتون ته اړتیا وي خو اړینه ده چې د اولس اتحاد اولس ته دومره قوت ور وبخښي چې په جانبینو حاکم شي او د سولې د بهیر د نقض په وخت کې فاعل ته غوږ پیچنه ورکولائ شي.
په آخر کې موږ د ټولو دولتي چارواکو او طالبانو څخه غوښتنه لرو چې د خپل ملت د سرنوشت په هکله د نورو افغانانو سره یوځای باید یوې ټول منلې اومثبتې فیصلې ته ورسیږي که نه اولس مجبوره دی چې خپله د ستونزو د حل لپاره لاره ولټوي.
داچې موږ د جګړو، وسلو او وژنو څخه ستړي شوي یو او غواړو چې په یوه سوله ییزه او آرامه فضاء کې ژوند وکړو نو مجبوره یو له هرې لارې څخه چې پکښې ژغورل کیږو کار واخلو.

















