د مسجدونو نړول نور د افغان دولت د زوال علائم دي!!!

ليکنه: غورځنګ
د کابل اداره چې امریکا له خپل يرغل سره سم پر افغان ولس وتپله تر څو خپلو يرغليزو موخو ته د رسېدلو لپاره ورڅخه کار واخلي.
طبعي خبره ده چې غلام غلام وي، غلام هر وخت د بادار خبره مني، غلام هيڅکله د بادار په امر کې دا فکر نه کوي چې روا دی که ناروا؟ جايز دی يا ناجايز؟ بلکې يوازې او يوازې د دې لپاره چې بادار ورڅخه خفه نه شي هر ډول امر يې مني.
خو په پښتو ژبه کې متل دی: کله چې د مېږي د ورکاوي ورځې راشي نو وزرې وکړي.
که مو فکر کړی وي په اوړي کې چې کله باران وشي نو همدا د وزرو والا مېږيان پيدا کېږي او بيا ډېر ژر له منځه ځي، نو د پښتو ژبې دغه متل د چا خبره بې څه نه دی.
نو په ځغرده بايد ووايو! چې که خدای کول د دغه متل تطبيق به د کابل په اوسنۍ اداره باندې ووينو، يعنې ژر ده چې افغان دولت چې د امریکا پر مټ او زور نازېږي، د خپلو ناړو اعمالو او نادودو له امله نسکور شي.
افغان دولت په دې وروستيو کې په خپل ولس باندې ډېر زيات ظلم او زياتی شروع کړی دی چې هېڅ توجيه يې نه کېږي، ان تر دې چې خپله امریکايانو هم پرې اعتراف کړی دی او په بار بار يې ويلي چې په افغانستان کې بمبارونه، شپنۍ وحشيانه چاپې، وحشتونه، د اسلامي مقدساتو سپکاوی، د مقدسو ځايونو ړنګول او د ملکي وګړو بې رحمانه وژل مونږ په خپل سر نه کوو بلکې دا د افغان دولت په خوښه او غوښتنه تر سره کوو.
د افغان دولت د پورتنيو وحشتونو څو بېلګې چې په نږدې څو ورځو کې يې تر سره کړي دي، يوه یې د کاپيسا د تېرې ورځې پېښه ده، چې پکې يې د سل کلنه مدرسه ړنګه کړه، په مدرسه کې يې قران مجيدونه، دیني کتابونه او سيپارې په ډېر بې رحمانه ډول وسوځولې، له دې هر څه سره سره بیا هم دوی ځانونو ته د وطن ساتونکو خطاب کوي.
دويمه بېلګه يې بېګاه شپه په لوګر ولايت د برکي برک په سيمه کې د شپنۍ چاپې په ترڅ کې د درېوو مقدسو مسجدونو ړنګول وو، چې به کې يې درې ملکي وګړي هم شهيدان کړي دي.
د دې ټولو ناخوالو الو ظلمونو په لیدلو سره بیا هم د افغان دولت ولسمشر غلی او چوپ دی، که چېرته دا ډول بريدونه په اروپا کې چېرته په کومه کليسا باندې تر سره شوی وای نو نوموړي ولسمشر به په ډېره بيړه غندلی وای او بريد به يې وحشيانه عمل ياد کړی وای، لکه څو کاله مخکې چې کله په فرانسه کې پر هغه دفتر ،چې د اسلام د سپېڅلي لارښود (حضرت محمد مصطفی ص) کاريکاتور يې جوړولو؛ د اسلام اتلانو (شريف او سعيد) په نومونو دوو وروڼو بريد تر سره کړلو، نو ولسمشر دغه بريد به کلکو ټکو وغندلو او يو ترهګريز بريد يې ياد کړ، که څه هم د فرانسې بريد برحقه او داسې بريد وو چې د اسلام په دښمنانو يې د مسلمانانو زړونه يخ کړل، خو ولسمشر بيا دغه بريد وحشيانه بريد ياد کړ.
نو د افغان دولت له دا ډول کړنو له ورايه ښکاري چې نور يې د مېږي په شان وزرونه کړي دي او کېدی شي د خپل عمر اخري سلګۍ وهي.
کله چې د کمونست نجيب واکمني د ړنګېدلو په حالت کې وه نو همدې ته ورته ظلمونه او نارواوې يې په عام افغان ولس شروع کړلې.
نو دا دی پر افغانستان اوسنۍ تپل شوې ادارې هم د نجيب د ادارې په څېر ظلمونه پيل کړي دي چې د زوال علائم يې بلل کېږي.



