ګډوځواکونو پکتیا او غزني کې یوځل بیا ولسي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۵)
راپورونه وایي چې افغان او امریکایي ځواکونو د پکتیا په جانیخیلو او د غزني په مرکز کې پر ولسي خلکو خونړۍ چاپې وهلې دي.
د خبرونو تر مخه؛ تیره شپه د پکتیاولایت د جاني خیلو ولسوالۍ اړوند د “بلخیلو“ سیمه کې امریکایي او افغان عسکرو د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې او درۍ (۳) تنه ملکي افغانان یې په مخامخ ډزو شهیدان کړي دي.
ګډوځواکونو په دغه برید کې ۴ کورونه په بشپړ ډول ویجاړکړي او خلک یې سخت وهلي ډبولي دي.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې ګډو ځواکونو تیره شپه د غزني ولایت مرکز اړوند قره باغي سیمه کې دوه جوماتونه الوزولي او له خاورو سره یې خاورې کړي دي.
ګډوځواکونو پر دې هم بسنه نه ده کړې او په سیمه کې یې د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړې او د کلي ټول اوسیدونکي یې ترسهاره له کورونو بهر په سړه هوا کې ایسار ساتلي دي.
سیمیزې سرچینې وایي، ګډوعسکرو له ځانه سره یو تن د کلنیک څوکیدار او یو د حمام کارکونکی د بندیانو په توګه وړي دي.
طالبان پیښه بشرضده جنایت بللی، خو کورنیو او بهرنیو چارواکو یې په هکله پټه خوله غوره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په میدان وردګو کې شل تنه ولسي هیوادوال چې ۹ تنه یې د یوې کورنۍ غړي و، د ګډوځواکونو په چاپه کې ووژل شول؛ دغه راز په تیرو څو ورځو کې په نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمیر جوماتونه او مدرسې د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا په نښه او لمنځه یوړل شول؛ چې د کابل ادارې چارواکو یې لا هم په تړاو د کوم غبرګون جسارت نه دی کړی



