نن په قطر کې د طالبانو او امريکايي چارواکو پنځمه ناسته پيلېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۶)

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د فبروۍ ۲۵ په قطر کې د طالبانو او امريکايي چارواکو تر منځ د افغان سولې په تړاو پنځه غونډه پيل شي.

په دغه ناسته کې زلمی خليلزاد د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی  د امريکايي مقاماتو مشري کوي او د طالبانو پلاوي مشري د شير محمد عباس ستانکزي په غاړه ده.

په لومړيو کې ويل کېدل چې د ځينو ستونزو له کبله د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر قطر ته نه شي تلای خو تازه طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه قطر ته د ملاعبدالغني برادر رسېدل تاييد کړي دي.

ويل کېږي په دغه ناسته کې به د طالبانو د سياسي دفتر مشر او د اسلامي امارت مرستيال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کوي.

د غونډې اجنډا له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او د طالبانو له خوا د دې ډاډ چې له هېواده به نورو ملکونو ته ګواښ نه پيښېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button