غزني: بهرنيو ځواکونو د پوليسو دوه پوستې بمبار کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۷)

د راپورونو له مخې، بهرنيو ځواکونو د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو دوه پوستې بمبار کړي چې پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د ولايتي شورا رئیس نصير احمد فقيري وايي، دغه بمبارۍ د يادې ولسوالۍ مربوط په هوتقول سيمه کې شوي چې په ترڅ کې يې دواړه پوستې په بشپړه توګه له منځه تللي او پکې ميشت اته تنه دولتي منسوبين وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دغه راز د غزني د والي وياند یاده پېښه تاييد کړې زياتوي چې د غلطو کورديناتو له امله د دولتي عسکرو پوستې بمبار شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، په وژل شويو کې د استخباراتي ادارې اته تنه افسران هم شامل دي زياتوي چې په دغه پېښه کې څلور نور ټپيان شوي دي.

په وروستيو کې په غزني کې د سيمه ييزې اوردو په نوم سلګونه کسان وسله وال کړل شول او په بيلابيلو سيمو کې ورته پوستې جوړې کړای شوې.

دا لومړی ځل نه دی چې بهرني ځواکونه د افغانستان پوليس بمباروي بلکې تر دې مخکې يې په اردو، پوليسو، کومانډو او اربکيانو هم ورته ډول بمبارۍ کړي چې د چارواکو او بهرنيانو په وينا دغه ډول پېښو کې غلط کوردينات ورکول کېږي.

یوازې دا نه چې بهرنيو ځواکونو په خپلو هوايي بريدونو دولتي عسکر په نښه کړي بلکې په څو څو ځله يې په عامو خلکو ورته ډول هوايي بريدونه کړي چې له امله يې په ډله ييزه توګه ملکي خلک وژلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button