کابل: د ګډو ځواکونو شپنيو چاپو او ملکي خلکو وژل کېدو پرضد لاريون روان دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۷)
څو ورځې مخکې د ميدان وردګو ولايت په جلګه ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د شپنيو عملياتو په ترڅ کې له شلو زيات ملکي خلک ووژل شول او هغوی ته يې درانه مالي زيانونه واړول.
نن سهار د ميدان وردګو ولايت د ملکي تلفاتو په غبرګون کابل ښار کې لاريون پيل شوی چې سلګونه کسانو پکې برخه اخيستې ده.
لاریونوال وايي، په چاپو او عملياتو کې د ملکي خلکو وژل، د کورونو او جوماتونو ورانول زمونږ سره کرښه ده.
دغه لاريون د کابل ښار په دهبوري سيمه کې پيل شوی او لاريونوال په عملياتو کې د ملکيانو د وژل کېدو او په عملياتو کې زيانمن شويو کورنيو ته د عدالت غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم د ميدان وردګو ولايت سيدا اباد ولسوالۍ مربوط شيخ اباد سيمه کې پر کليوالو ښکاريانو هوايي بریدونه کړي چې له کبله يې څلور تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو شپني عمليات او هوايي بريدونه زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
خو یوناما په خپل تازه راپور تر ډيره د ملکي خلکو د وژل کېدو لامل طالبان بولي او دغه ډول عملياتو ته په خپلو راپورونو کې ځای نه ورکوي چې د طالبانو په وينا د یوناما په ګډون ګڼې بشري ادارې د ملکي تلفاتو له انساني موضوع سره د امریکايي ګټو په چوکاټ کې برخورد کوي.



