امريکايان او طالبان د امريکايي ځواکونو وتلو په اړه توافق ته نږدې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۸)

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، امريکايي او طالب استازي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو توافق ته نږدې شوي دي.

ښاغلي شاهين په قطر کې رسينو ته ويلي، دواړو خواوو په دې هم توافق کړی چې له افغانستان څخه به ګاونډيو او نورو هېوادونو ته ګواښ نه متوجه کېږي.

سهيل شاهين اسوشيټيډپرس خبري اژانس ته ويلي، د طالبانو هدف دا دی چې په افغانستان کې سوله وي خو که په روانو مذاکراتو کې کومه پريکړه ونه شي نو راتلونکي کې به هم دغه ډول غونډې جوړې شي څو يوافقې ته سره ورسېږو.

هغه ويلي، د قطر په روانو مذاکراتو کې د اسلامي امارت د سياسي مرستيال ملاعبدالغني برادر ګډون کول ډير مهم دي او دا په ډاګه کوي چې طالبانو ته دغه مذاکرات څومره اهميت لري.

نن دوهمه ورځ ده چې د طالبانو او امريکا استازي په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي چې د دغه خبرو اجنډا له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او د طالبانو له خوا دا ډاډ ورکول چې له افغان خاورې به ګاونډيو او نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه کېږي.

تر اوسه په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازو د پرونۍ ناستې جزيات نه دي په ډاګه شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button