غزني او سرپل کې د عملياتو پر مهال ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۸)

د راپورونو له مخې، د غزني ولايت په قره باغ او د سرپل ولايت په سنچارک ولسواليو کې د دولتي ځواکونو د چاپې او عملياتو پر مهال ملکي وګړو ته مالي او ځآني زيانونه اوښتي دي.

د قره باغ ولسوالۍ ځايي سرچينې وايي، تيره شپه د دغه ولسوالۍ مربوط په ملوک سيمه کې ګډو ځواکونو د ملکي خلکو پر کورونو شپني عملیات کړي چې په ترڅ کې يې د ګڼو کورونو دروازې په بمونو الوزولي او د کلي اوسېدونکي يې ټوله شپه یخې هوا ته کېنولي دي.

ځايي خلک وايي، د چاپې عسکرو يې له کورونو قيمتي مالونه، پيسې هم غلا کړي او څلور کليوال يې له ځآن سره وړي دي.

دغه راز له سرپل ولايت څخه راپورونه وايي، شاوخوا درې ورځې مخکې دولتي عسکرو عمليات پيل کړي چې عامو خلکو ته يې درانه مالي او ځآني زيانونه اړولي دي.

راپور کاږي، دغه عملياتو تر درې ورځو دوام وکړ او تر دې مهاله يې ديرش کورونه بمبار کړي او نږدې د سل کورنيو خلک يې نورو سيمو ته په کډوالۍ اړ کړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، عملياتي عسکرو ورته د مالي زيان تر څنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.

تر اوسه چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو له خوا يو ځل بيا شپنۍ چاپې او عمليات زیات شوي چې تر ډيره پکې ملکي ميشت هدف ګرځي او ملکي وګړو ته پکې زیان اوړي.

طالبانو د افغان او بهرنيو ځواکونو دغه ډول عمليات وحشت او جنايت بللی وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، “مزدور دښمن  چې په یاده ولسوالۍ کې دمجاهدینو دکلک مقاومت له امله  هرځل له سخت شکست سره مخ کیږي نو د غچ او بدلي اخیستلو لپاره  ملکي  سیمي  په نښه کوي”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button