مصر: اورلګیدنه کې تر شلو ډیر کسان وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۷)

مصري رسنۍ خبر ورکوي چې د پلازمینې قاهرې اړوند د رمسیس په نامه سیمه کې د یوه ریل ګاډي د ټکر له امله پراخه اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
چارواکي وایي، د اورلګیدنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان دي ؛ چارواکي د زیاتره ټپیانو حالت د اندیښنې وړ بولي او دوژل شویو کسانو د شمیر د زیاتوالي خبر ورکوي.

سیمیزو کسانو رسنیو ته ویلي، چې اورلګیدنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو ریل ګاډی په سیمه کې له یو دیوال سره وجنګېد او ورسره سم اورلګیدنه رامنځته شوه.
مصري چارواکي وایي، اورلګیدنه د خلکو له قابو وتلې وه او د اطفایي تر پیښې وروسته سملاسي ځانونه سیمې ته رسولي چې له امله یې تر ډیره د اور د خپریدو مخه نیول شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button