لوګر: طالبانو د صفر ۱ قطعې مشهور قوماندان وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۷)
طالبان وایي چې تیرماښام یې د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ د “ سپيدسنګ“ په سیمه کې د صفر ۱ قطعې د ځانګړو ځواکونو یو قوماندان وژلی دی.
دغه قوماندان چې میرویس نومیده، په سیمه کې په ګڼو جنایي پیښو کې ښکیل و او دغه راز یې په بیلابیلو ولایتونو کې له امریکایي ځواکونو سره یوځای د ولسي افغانانو پر کورونو عملیات ترسره کول.
طالبان وایي قوماندان میرویس یې د یو کمین په ترڅ کې وژلی، د نوموړي یو کرولا موټر ویجاړ او درۍساتونکي یې ټپيان شوي دي.
ځانګړي ځواکونه چې په هیواد کې د زونونو په کچه قطعات لري، د ګڼو ملکي افغانانو په وژنه کې ښکیل بلل کیږي چې په وروستیو څو میاشتو کې یې د هیوادوالو سر او مال ته درانه زیانونه اړولي دي.



