پروان: د بګرام پر هوايي ډګر توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۹)

د افغانستان په پروان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر توغنديز بريد شوی دی.

طالبانو ويلي، توغندي بريد د دوی له خوا شوی او بهرنيو ځواکونو ته پکې مالي او ځاني زيان اوښتی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، “نن سهار د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې دامریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، توغندیز برید شوی. اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي.”

د پروان ولسوالۍ دولتي سرچينې توغنديز برید تاييدوي خو بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button