(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۹)
د هند د بهرنيو چارو وزارت له پاکستان غوښتي چې د دوی نيول شوي پيلوټ ته زيان ونه رسوي او سمدستي يې ورخوشې کړي.
پرون د پاکستان پوځ وويل، په کشمير کې يې دوه هندي جنګي الوتکې نسکورې کړي چې يوه هند غاړې کشمير کې لويدلې او بله د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې لوېدلې او پيلوټ يې د پاکستان پوځ ژوندی نيولی.
دغه راز هند هم پرون د يوې پاکستانۍ جنګي الوتکې د نسکورولو ادعا کړې ده خو پاکستاني چارواکو تر اوسه د خپلې الوتکې د نسکورېدو په اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز له پرونۍ پيښې وروسته د هند لومړي وزير نريندرا مودي د لوړپوړو چارواکو بيړنۍ ناسته کړې او خپل پوځ ته يې د پاکستان پر خلاف د هر ډول اقداماتو د ترسره کولو اجازه ورکړې ده.
هند وايي، پاکستان ته په مناسب وخت کې مناسب ځواب ورکړي او هندي رسنۍ ليکي چې مودي ځمکنيو او هوايي قواوو ته ويلي، هر ډول اقدامات چې ورته اړتيا شوه ترسره دې کړي.
په هندي کشمير پلواما سيمه کې له سرتيري بريد وروسته چې لسګونه هندي پوځيان پکې ووژل شول د پاکستان او هند اړيکې ترينګلې شوي دي.















