وړې خولې ، سترې خبرې

استاد دلاور خان سيلاب —
یو مهال به مونږ ته خپلو مشرانو، په حجرو او جوماتونو کې کړل، چې (نه کار هلته څه کار) ، له دي أمله هر سړي – ماشوم ، ځوان ،او زوړ، – باید (قولا او عملا) له خپلې بړستنې سره پښې وغزوي او له چتۍ بهر نه شي ، د ځان په پرتله د لویانو په چارو کې ور ونه دانګي، ځکه دا یوه تخطي ده ، چه هیڅکله هم د نیک نیتۍ له امله نه وي .
په دې هکله د اسلام ستر پیغمیر صلی الله علیه وسلم فرمایي چې : (مِنْ حُسْنِ إِسْلاَمِ الْمَرْءِ تَرْكُهُ مَا لاَ يَعْنِيهِ) د یو چا د غوره او کره مسلمانې له غوښتنو یوه داهم ده چې نا اړین کار ، کوم څه چې په ده پورې یې سود او زیان نه وي تړلی ، په هغه کې لاسوهنه ونه کړي .
دا داسې یو اصل او د خیر یوه توصیه ده ، چې د ژوند په هر اړخ کې یې باید هر څوک په پام کې ونیسی.د کور له یو عادي وګړي نیولې بیا د یو هیواد تر اعلی سرپرست او چار واکي پورې.
له بده مرغه زمونږ په هیواد کې د بل په لاس د واک په ګدۍ کینول شوي جنابان ؟! ، کوښښ کوي ترڅو افغانانو او نورې نړۍ ته ځانونه نقلي نه بلکې اصلي چارواکي وروپیژنی، او هم مهال بیا د هیواد په مهمو مسائلو کې ځانونه دخیل ګڼي ، بعضې تاریخي پیښې د ځان په ګټه تعبیروي او ضمنا د افغان او جهان په سترګو کې د خاورو په شیندلو سره ورته د هغې پیشو په څیر چې په اوبو کې د خپلو بریتو په لیدو سره ورته ځان زمری وبریښید ، دوی ته هم ځانونه زمریان ښکاري. له دوی څخه یې یو هم امریکایي وایسرای : اشرف غني بابا دی ، چې بعضې ډراماتیک ایکټونه یې د نندارې په وخت کې خورا زړه وړونکي دي ، ځینې یې دادي :
– په افغانستان کی به د بهرنیو ځواکونو شمیر صفرته راښکته کوو.
– زه به هیڅکله هم د ګندمک د ننګینې معاهدې تاریخ دلته تکرار نه کړم.
– همدارنګه د کرښی هغه خوا دپښتنو او پښتون ژغورنې غورځنګ دغړو په نیولو او وژلواندیښنه هم ښیي.
او همدارنګه دې ته ورته نورې داسې لويې لويې او برخلیک ټاکونکې خبرې ، چې یواځې او یواځې د یو هیواد او ملت د واقعي استازو اوممثلینو له مسؤلیتونو څخه دي ، په داسې یوه خوله کې ژوول کیږی چې ډیره وړه ده ، داسې څوک چې ټول عمر یې د افغانانو د قاتل په کور کې د هغه پر دسترخوان لوی شوی او روزل شوی وي ، خو نن د هیواد په خورا حساسو او برخلیک ټاکونکو معضلوکې په ډیره بې حیایۍ سره په داسې حال کې چې نه افغاني هویت لري ، نه ملي اصالت لري او نه هم سیاسي او دیپلوماتیک حیثیت ورپاتې دی ، تشبث کوي .
پورته یادو ټکو ته په پام سره ټول نړیوال په دې پوهیږي چې د بهرنیانو شتون د ده لپاره دومره حیاتي ارزښت لري لکه اوبه د کب لپاره.
آیا دبهرنیانو د راغوښتلو، زیاتولو اویاهم کمولو صلاحیت له ده سره شته ؟
که دده په قول چې د ګندمک معاهده نه شي تکرارولای ، نو له ټاکل کیدو سره سملاسي چې ده له بهرنیانو سره کومه معاهده (چه البته په واک کې د یوڅو نامعلومو ورځو د پاتې کیدلو په بدل کې یې ټول هیواد ورقباله کړ) لاسلیک کړ ، کومه یوه یی ډیره خطرناکه وه ؟ له هیچا پټه نه ده چې د دواړو معاهدو جزئیات تاریخ په خپلو پاڼوکې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي ساتلي دي.
بله دا ددې لپاره چه عامه افکار بې لارې او د خارجیانو په وحشیانه هوایي بمباریو ، وژنو او ورانیو کې د ښځواوماشومانو په شمول د بی ګناه ملکي افغانانو له وژل کیدو د خلکو پام بل خواته واړوي ، په ډیره سپین سترګۍ سره د کرښې د ها خوا پښتنوغم ورسره دی ، په دې هکله د پاکستان تکړه ژورنالست اوسیاست پوه حامدمیر ورته په خپله ټویټر پاڼه د یوڅو وژل شویو ماشومانو د زړه بوګونوونکو تصویرونو سره هم مهاله داسې کاږی :
Where are you @asrafghani why you don’t speak about killing of kids in Afghanistan
اشرف غني چیرته یاست ؟ ولې په افغانستان کې د ماشومانو په وژلو څه نه وایاست ؟
داچه د هیواد د راتلونکي برخلیک په اړه په قطر کې د روان مذاکراتي جریان له حاله هم ډیر لیرې ساتل شوی. او هم په دی اړه له ده څخه د ده رایه اونظر هم نه پوښتل کیږی ، علت یې دادی چه په داسې وړو خولو کې داسې لويې خبرې نه ځاییږي ، په دې هکله یو عربي شعر دی چه وایي : ويُقضَى الأمرُ حينَ تَغيبُ تيْمٌ … ولا يُستَأذَنون وهم شُهُودُ
پخوا د عربي قبائلو په نوملړ کې د ( تیم) په نوم یوه کمزوری قبیله وه ، د نورو قبائلي سردارانو د تصمیم ګیرۍ په شورا کې به د یادې قبیلې د سردار شتون او نه شتون دواړه برابر وو ، که به وو ، رایه یې نه پوښتل کیده او که نه به وو نو د عدم حضورخلا یې هم نه احساسیده ، البته نورو سردارانوبه خپله پریکړه جاري ساتله .
په پای کې د یادونې وړ ده چه (شوله ایت رابخور وپرده ایت را بکن). دا د میړنیو خاوره ده ، دلته ورګه ( کیک) اوباز او همدارنګه ګیدړ او زمری په اسانه سره توپیریدای شي.



