له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه ضد او نقيض راپورونه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۰)
پرون د فبرورۍ په ۲۸ نيټه نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې د امریکا دفاع وزارت په پلان کې لري څو له درېيو تر پنځو کلونو له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
نيويارک ټايمز ليکي، طالبانو ته د دغه خبرې وړانديز شوی او د دغه پلان له عملي کېدو وروسته به واک د طالبانو او کابل ادارې تر منځ وويشل شي.
طالبانو بيا د نيويارک ټايمز دغه راپور رد کړی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په دې اړه په يوه خبرپاڼه کې وضاحت کړی زياتوي، “د مذاکراتو په روانو ناستوکې نه په مؤقت حکومت خبره شوې، نه په انتخاباتو او نه هم تر اوسه پورې امریکایي لوري داسې کوم وړاندیز کړی چې څلور یا پنځه کاله به نور هم په افغانستان کې پاته کیږي”.
د مجاهد په وينا، په تيرو درې ورځنيو خبرو کې په ترڅ کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي، او دا چې له افغانستانه به نورې نړۍ ته ګواښ نه متوجه کېږي خبرې شوي ” نورې آوازې او شایعات هیڅ حقیقت نه لري”.
له بله پلوه په قطر کې يوې باوري سرچينې رسنيو ته ويلي، امريکايي لوري په درې ورځنيو خبرو کې منلې چې په يوه کال کې به له افغانستانه ټول ځواکونه اوباسي او طالبانو به په دغه موده کې د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو کولو اعلان کوي.
طالبانو او امريکايانو د تيرې سې شنبې او چهارشنبې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د شخړې د هواري په موخه خبرې وکړې او ټاکل شوې چې سبا د شنبې په ورځ يوځل بيا دغه ناسته پيل شي چې د سرچينو په وينا ښايي دواړه لوري يوې موافقې ته سره ورسېږي.



