پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د کومو سرتېرو ورځ؟؟؟

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 1, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
101
ځلې شریک شوی
80
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

ليکوال: غورځنګ

کله چې د نړۍ کفري ځواکمنو هېوادونو د زبرځواکې امريکا په مشرۍ زموږ پر ګران هېواد نظامي او فرهنګي يرغل وکړ نو د دې په خاطر چې ځواکونه يې په افغانستان کې د افغانانو له بريدونو څخه خوندي وي او له زياتو تلفاتو څخه په امان وي؛ د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه يې پخواني کمونستان، ټوپکماران او د ازادۍ او غلامۍ له شعور څخه په پوره معنا بې خبره ځوانان راټول کړل او د ملي اردو په نوم يې يو ګډوډ او غير منظم لښکر ورڅخه جوړ کړ، دغه لښکر چې په غوڅ اکثريت يې په پوره معنا د امریکا ګټو ته ژمن دي؛ په تېرو نږدې دوو لسيزو کې يې يوازې د خپلو افغانانو له وژلو، بندي کولو، ځورولو او بې عزته کولو بل څه نه دي زده کړي، بلکې يوازې د امريکا لپاره يې د وطن ساتنې تر جعلي او درواغجن شعار لاندې خپل ملت ته غمونه او دردونه په تحفه کې ورکړي دي.

دغه د ملي اردو په نامه ځواک يوازې د افغانانو په ځورولو او وژلو هم بسنه ونه کړه بلکې په اوس وخت کې يې د اسلام د مقدساتو توهين هم را اخيستی دی، چې دا دی په تېره مياشت کې يې د خپلو بادارانو سره په ګډو عملياتو کې د هېواد د مختلفو سيمو څو تاريخي مدرسې او جوماتونه هم شهيدان، وران او ويجاړ کړل چې دا يې نه بښونکی جنايت او جرم دی.

په ټوله کې ويلای شو چې له ۲۰۱۴ ميلادي کال راهيسې امریکايانو د جنګ اولنۍ کرښه د خپلو تلفاتو د کمېدلو لپاره د همدغو بې شعوره ځوانانو پر اوږو واچوله، او بيا يې دغې ناولې پروسې ته د واک د لېږد پروسه وويله.

دلته مونږ هغو خلکو ته چې دغه کرايي قاتلان د ملي اردو په نامه پېژني؛  او هر کال يې ورځ لمانځي، څو خبرې عرض کوو تر څو حقائق ورته معلوم شي.

تاسې د هغې اردو ورځ لمانځئ! د کومې چې مالي مصارف له پيله بیا تر اوسه امريکا او ناټو ورکوي او مکمله د امريکا ګټو ته ژمنه ده، په داسې حال کې چې د کابل د ادارې ولسمشر (اشرف غني) هم تېره مياشت د اردو قرباني؟ امرکا ته منصوبه کړه او خورا د افتخار په لهجه يې وويل چې دا جګړه د امريکا جګړه ده او زمونږ اردو د امریکا لپاره له نړيوال ترورېزم سره مقابله کوي.

تاسې د هغې اردو ستاينه کوئ! او  ورځ يې لمانځئ! کومه چې د خپل عام ولس د وژلو تر څنګ مسجدونه او مدرسې هم بمباروي او بيا په ډېره سپين سترګۍ سره وايي چې په دې کې طالبان وو، په داسې حال کې چې هلته به شهيدان شوي خلک ټول يا عام وګړي وي او يا به هم د قرانکريم کوچني حافظان وي.

د هغې اردو په ستاينه او صفت بوخت ياست! چې په نيمه شپه کې پر افغان ولس چاپه وهي او د سړيو تر څنګ ماشومان او ښځې هم په شهادت رسوي او بیا يې د وژلو لپاره دلائل هم تراشي.

دا چې اردو يا پوځ بايد د خپل هېواد يوه لوېشت خاوره هم په چا خرڅه نه کړي، خو برعکس دوی د هېواد په ختيځ کې پر ګاونډي هېواد پاکستان باندې د سيمو د خرڅېدلو تر څنګ په غير رسمي کرښه د اغزن تار لګول هم ومنل،  تاسو د نړۍ تاریخ وګورئ! چې  د کوم هېواد پوځ د خپل هېودا پر وړاندې داسې کړي دي؟

اردو يا پوځ خو د خپل هېواد د وګړو د مال او ځان ساتنه کوي، برعکس دوی خو خپل ولس په پرديو وژني او بيا يې په مختلفو تهمتونو باندې رنګوي هم، نو د دوی ورځ ولې بايد ولمانځل شي؟

په اخر کې د يوه مسلمان افغان په صفت هغو خلکو ته چې ځانونه د دې اردو خواخوږي بولي؛ وايم: لومړی د پوځ او اردو تعريف زده کړئ! او دا وپېژنئ! چې د هېواد اردو يا پوځ کوم کوم مسؤوليتونه لري؟

لوی ټکي: امريکاطالبانظلمملي اردو
مخکینې مطلب

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه ضد او نقيض راپورونه

بل مطلب

پاکستان نيول شوی هندي پيلوټ خوشې کړ

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com