پاکستان نيول شوی هندي پيلوټ خوشې کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۱)
پاکستان پرون د جمعې په ورځ ناوخته د هندوستان هېواد نيول شول هندي پيلوټ “ابهي نندن” هندي چارواکو ته وسپاره.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې پاکستان د ښه نيت په څرګندولو هندي پيلوټ خوشې کوي.
څو ورځې وړاندې هندي جنګي الوتکې د پاکستان تر واک لاندې کشمير ته داخلې شوې وې چې د پاکستاني پوځ په وينا دوه الوتکې يې ترې وويشتلې او یو هندي پيلوټ يې ژوندی ونيو.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، دغه هندي پيلوټ يې د لاهور په واګا باډر هندي چارواکو ته سپارلی او د ابهي نندن استقبال ته سلګونه کسان د واګاباډر ته راغلي و.
په عين حال کې د پاکستان او هند تر منځ په کشمير سيمه کې يوځل بيا د دواړو هېوادونو د پوځيانو تر منځ د نښتو راپورونه ورکول شوي خو تر اوسه پکې د مرګ ژبلې اوښتو په اړه څه نه دي ويل شوي.
د کشمير په پلواما سيمه کې په هندي ځواکونو له سرتيري بريد وروسته د دواړو هيوادونو اړيکې ترينګلې شوې چې په یوبل خاوره کې يې جنګي الوتکو بريدونه وکړل.


