هلمند: د شوراب جګړې وروستي جزيات؛ لا هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۱)

وړم سهار وختي طالب بريدګرو د هلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کې د بهرنيانو او دولتي ځواکونو په تر ټولو لوي پوځي مرکز (شوراب پوځي اډې) بريد وکړ چې د ځايي سرچينو په وينا نن د شنبې په ورځ هم پکې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت پرون ناوخته د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، چې له شپاړلس ساعته جګړې وروسته په شوراب پوځي اډه کې جګړه پای ته رسېدلي او په ترڅ کې د شل بريدګرو سربيره درويشت عسکر وژل شوي او شپاړلس نور ټپيان دي.

خو تازه د پيښې ځای ته نږدې سرچينې وايي، چې لا هم په شوراب پوځي اډه کې جګړه روانه ده او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

په دغه نظامي اډه کې د ۲۱۵ميوند قل اردو تر څنګ تر ۲۰۰ پورې امريکايي ځواکونه هم ميشت دي چې شاوخوا سيمو کې د شپنيو چاپو او هوايي بريدونو لپاره کار اخلي.

طالب وياند يوسف احمدي نن د شنبې په سهار په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: نن سهار ۸ بجې د هلمند په شوراب اډه کې لاهم سخته جګړه روانه ده، دالوتکو ورکشاپونو اور اخیستی. د پرون او تیرې شپې د عملیاتو په ترڅ کې د ګډ دښمن د وژل شوو شمیر له ۲۰۰ څخه پورته شو.

پرون د جګړې پر مهال رويټرز اژانس د پنځه ويشت عسکرو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، په شوراب پوځي اډه کې څلورويشت امريکايي عسکر وژل شوي او لسګونو نورو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز طالبانو ويلي، د شوراب جګړې په ترڅ کې ۳۲ شوبلې، ټانګونه، نظامي وسایط، یو رادار، يو شمير الوتکې او د الوتکو ورکشاپونه ويجاړ شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button