قطر: ټاکل شوې نن بيا د طالبانو او امريکايانو خبرې پيل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۱)
ټاکل شوې چې له دوه ورځني ځنډ وروسته نن د شنبې په ورځ يو ځل بيا طالبان او امریکايان په قطر کې سره خبرې وکړي.
د تيرې اوونۍ (دوشنبې، سې شنبې او چهارشنبې) درې ورځو کې طالبانو او امريکايي ځواکونو د قطر په دوحه کې خبرې وکړې چې وروسته دواړو اړخونو د دوو ورځو د وقفې اعلان وکړ.
له تيرو خبرو وروسته د امريکا د سولې خبرو لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله ټويټرپاڼه وليکل، له طالبانو سره يې خبرې ګټورې دي، په کابل کې هم د يوه ملي ټيم د جوړولو لپاره پرمختګ شوی څو له طالب استازو سره خبرې وکړي، له دوه ورځينۍ وقفې وروسته به پر څلورو مهمو مسئلو خبرې کېږي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، د دوه ورځينۍ وقفې هدف دا و چې دواړه خواوې آرام وکړي او له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
طالبان تر دې مخکې ويلي، چې له امريکايي پلاوي سره له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو او دا ډاډ ورکول دي چې له افغان خاورې به امریکا او نورې نړۍ ته ګواښ نه متوجه کېږي.
په قطر کې ځينې سرچينې وايي، ښايي امريکا په يوه کال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړي او په همدې موده کې به طالبان هم د اوربند لپاره اماده کېږي.
تر دې مخکې د رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې طالبانو سره په ناسته کې دا وړانديز شوی چې تر پنځو کلونو به امریکايي ځواکونو په افغانستان کې پاتې وي خو دغه راپور طالب وياند ذبيح الله مجاهد رد کړ په وينا يې په ياده ناسته کې د امريکايي ځواکونو د پنځو کلونو د پاتې کېدو وړانديز نه دی شوی، بلکې يوازې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د وتلو په څرنګوالي، دا چې له افغانستانه به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پيښېږي خبرې شوي.



