د امریکا جنګي او وحشي طبيعت!

ليکوال: غورځنګ

کله چې په اسلامي نړۍ باندې د امويانو دوره په پای ته په  رسېدو شوه او پر ځای يې د مسلمانانو واک او  اقتدار عباسي کورنۍ ته انتقال شو، نو د اموي کورنۍ وروستی واکمن د عباسيانو له وېرې څخه اوسنۍ هسپانيې (او پخواني اسلامي اُندلس) ته ولاړ، دا چې اندلس ته د امويانو په دوره کې د موسی بن نصير رح او طارق بن زياد رح په مبارکو لاسونو باندې د اسلام مبارک دين رسېدلی وو نو ځکه اموي عبدالرحمن پکې بې خاره  اسلامي واکمني پيل کړه، په دې ترتيب له عبدالرحمن وروسته تقريباً په اندلس باندې مسلمانانو اته سوه کاله واکمني وکړه چې د مسلمانانود  واک په دې طويله موده کې اندلس د صنعت او نورو پرمختګونو له  مخې د نړۍ په تر ټولو پرمختللي هېواد بدل شو.

خو د اسلام له راتګ سره سم چې کله مسلمانانو فتوحات پيل کړل نو له هماغه پيل څخه راپدې خوا صليبيانو له مسلمانانو سره په زړونو کې کلکه کينه او عداوت ونيولو، چې د همدې کينې له امله يې وخت پر وخت مسلمانانو ته ستونزې زېږولې، تر څو مسلمانان په اينده کې له فتوحاتو او نړۍ ته د  اسلام له رسولو څخه وغورځوي.

نو په دې ترتيب فرانسوي واکمني فرديناند په اندلس باندې تقريباً په پنځلسمه ميلادي پېړۍ کې د ټولې عيسوي نړۍ د پاپانو او پادريانو په بشپړه مرسته او هر اړخيز کومک پر اسلامي اندلس باندې حملې او يرغلونه پيل کړل، تر دې چې يو وخت يې د اندلس د مسلمانانو په منځ کې صليب پرسته غلامان پيدا کړل او بلاخره يې هماغه اته سوه کلن اسلامي اندل پر صليبي او عيسوي هسپانيه واړولو. چې دا دی تر اوسه پورې سپين يا هسپانيه نومېږي.

د دې لپاره چې د امريکا تاريخ نېغ په نېغه د هسپانيې د رامنځته کېدو او ځواکمن کېدو په تاريخ پورې اړه لري نو ځکه وايو:

 چې امريکا چا کشف کړه او له کوم وخته جنګي طبيعت لري؟

په نړۍ کې دا مشهوره ده چې د امريکا په نوم لويه وچه کرستوف کولمب کشف  کړه مګر دلته به يې لږ د کشف کېدلو پر څرنګوالي خبره اوږده کړو:

کرستوف کولمب په ۱۴۵۱ میلادي کال د اکتوبر په مياشت کې د سويزرلېنډ په جينوا ښار کې زېږېدلی دی خو دا چې امريکا يې څنګه کشف نو تاریخونه ليکي چې نوموړي د اندلس په نيولو کې د  اندلس او فرانسې له عيسويانو سره مرسته وکړه، چې د دې سترو خدمتونو له کبله ورته د هسپانيې حکومت په خپلو مستعمره شويو هېوادونو کې مختلفې او لوړې دندې ورکړې، په دې توګه کرستف کولمب هم د هسپانيې لپاره د نويو سيمو په کشفولو پسې مختلف خواوو ته سمندري سفرونه پيل کړل، د دې سفرونو په لړ کې يې تر ټولو مهم سفر د امريکا د لويې وچې پر لور  وو چې ده پرې د هند ګومان وکړ، نوموړي دې سيمې ته په ۱۴۹۲ ميلادي کال سفر وکړ خو دا چې امریکا ته ورسېد نو لا يې هم ګومان وو چې ګواکې د هندوستان کومې جزيرې ته رسېدلی دی، ځکه نو دی په خپل ټول ژوند پر دې ونه پوهېده چې د هند پر ځای کومې بلې وچې ته ننوتلی دی.

کرستوف کولمب په ۱۵۰۶ ميلادي کال کې ومړ،  د ده له مړينې وروسته  د همدې ډول  سفرونو لړۍ يو بل شخص ونيوله چې امريکو سپوچي نومېده، کله چې امريکو سپوچي نوې لويې وچې ته ورسېدلو نو فکر يې وکړ چې ګواکې نوې لويې وچې ته رسېدلی دی نو ځکه يې دغه لويه وچه په خپل نوم (امريکا) ونوموله.

کله چې کرستف کولمب او امريکوسپوچي د مختلفو سفرونو په پایله کې د امریکا لويه وچت کشف کړه نو په دې وخت کې دغه لويه وچه له انسانانو څخه خالي نه وه بلکې په مختلفو سيمو کې يې ګڼ شمېر خلک اوسېدل، چې د هغو  له جملې څخه يې هغه خلک چې د مرکزي امریکا په  (مکسيکو، ګواتيمالا، هاندوراس او ديوکاتان) سيمو کې مېشت وو او لومړی تمدن چې تقريباً له ميلاد څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې د مايا نومي قومونو لخوا منځته راوړل شو، د همدې خلکو په لاسونو جوړ شو، دا تمدن له ميلاد څخه وروسته له منځه لاړ او پر ځای يې د ازتک په نامه قومونو خپل تمدن منځته راووړ، دغه تمدن ان تر پنځلسمې پېړۍ پورې دوام وکړ خو هغه وخت له منځه لاړ کله چې نوموړې سیمې ته لومړی کرستوف کولمب او بیا وروسته امریکو سپوچي ننوتل او دغه يې نوې کشف شوې سيمه ونوموله. چې وروسته همدغو کاشفانو هسپانويانو، پرتګاليانو او هالينډيانو ته پر نوموړو سیمو د يرغل بلنه ورکړه،  نو هماغه وو چې په ۱۵۳۲ ميلادي کال  پورتنيو يادو شويو ځواکمنو هېوادونو د مسکيکو او ورسره په اړونودو سیمو يرغلونه پيل کړل او د مايايانو او ازتکانو(چې اصلي امريکايان بلل کېدل) نسل يې تقريباً بشپړ له منځه يووړ، تر څو بيا ځل په ټول ژوند د هسپانويانو، پرتګاليانو او هالينډي ځواکونو لپاره دغه خلک خنډ ونه ګرځي.

خو برعکس د اينکا تمدن هم چې له ميلاده وړاندې تاريخ لري، د امريکا په بل اړخ کې چې اوس يې جنوبي امريکا بولي؛ رامنځته شوی دی، نوموړي تمدن د امپراطورۍ په توګه د جنوبي امريکا په اکوادور، چلي، پيرو او نورو سيمو رامنځته شوی وو.

اوس راځو دې ته چې له کومه وخته جنګي طبيعت او مزاج خپل کړی دی؟

دا چې په پوتنيو کرښو کې مو ولوستل چې د اوسنۍ (امريکا متحده ايالاتونو) په سیمو کې پخواني رامنځته شوي تمدنونه (مايا او ازتک) د هسپانويانو له خوا له منځه لاړل  ځکه نو اوس پر دغه سيمه چې کوم نظام منځته راغلی دی، د هغو خلکو په لاسونو جوړ شوی نظام دی چې د هسپانيې لوی لوی جنرالان وو او تل يې هسپانويانو ته د يرغلونو مشوره ورکوله، همداشان همدغو جنرالانو او پاپانو چې د د اسلامي اندلس په له منځه وړلو او د هسپانيې د رامنتځته کولو لپاره يې هر ډول ظلمونه او وحشتونه کول، د  امريکا د متحده ايالتونو بنسټ يې هم  ايښی دی، ځکه نو د نوموړي هېواد طبيعت او مزاج په جنګ اوښتی دی، چې ډبره يې ظالمو جنرالانو ايښې ده، په داسې حال کې چې د هغه ځای اصلي اوسېدونکي يې له منځه وړل او يا يې هم له نوموړو سیمو څخه وشړل.

خو برعکس که جنوبي امريکا ته وګورو نو وبه وينو چې د يرغل دومره ډېر شوقیان او مينوال نه دي، يعنې په مستعمراتو پسې نه ګرځي بلکې يوازې د خپلو هېوادونو ابادۍ او پرمختګ پسې ګرځي. دا ځکه چې د هغو سيمو خلک اصلي امريکايان دي. يعنې له کوم بل هېواد څخه هلته نه دي تللي.

همداشان په تېرو دوو نړيوالو جګړو کې د امريکا رول ته که ځير شو هم نو راته به معلوم شي چې امريکا په دغو دوو نړيوالو جګړو کې د يوه خواخوږي او دريمګړي په حيث نه؛ بلکې د ابليس او شيطان په توګه دنده تر سره کوله، له کمزوري اړخ سره به يې د وسلې او نورو جنګي او زهرجنو موادو قرضي مرستې کولې، چې په دې واسطه يې وکولی شول، د نړۍ اکثره سيمې د خپل اقتصاد په جادوګرانه انحصار کې راولي.

نو بايد ووايو چې د امريکا متحده ايالات د جنګي او شيطاني تاريخ په درلودلو سره  پ هڅه کوي تر څو د هر خپلواک او ازاد هېواد خپلواکي او ازادي وتروړي او خپل غلامان يې وګرځوي چې د امريکا د دغه ډول نخرو ښکار اکثريت اسلامي هېوادونه دي.

هېره دې نه وي چې له اسلامي هېوادونو سره د امريکا دښمني ځکه ده چې بنسټ او بنياد يې د هغو هسپانوي جنرالانو په لاسونو ايښودل شوی دی چې په اندلس کې يې له مسلمانانو سره هغه نارواوې کړي دي چې قلم يې له ليکلو عاجز دی او انسانيت پرې  شرمېږی.

چې بېلګې يې په تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال کې بيت المقدس ته د امريکا د سفارت لېږدول و، چې به دې واسطه يې د مسلمانانو تاريخي ښار بيت المقدس د اسرائيلو د لرغوني ښار په توګه په رسميت وپېژاندلو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button