قطر: د ازبکستان هېواد پلاوي له ملا برادر اخند سره کتلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۳)
پرون ماښام د ازبکستان هېواد يو پلاوی د قطر مرکز دوحې ته د طالبانو د سياسي مرستيال ليدو ته ورغلی دی.
طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازي عصمت الله له ملابراد اخند سره کتلي او د خپل هېواد د ولسمشر احترامات يې ورته وړاندې کړي دي.
ازبکستاني پلاوي، موږ په افغانستان کې د سولې لپاره هر راز همکارۍ ته تیار یو، همدا ډول کوښښ کوو چې د افغانستان د خلکو د ښيرازۍ لپاره ، هلته په اقتصادي برخه کې کار وکړو او دغه راز طالبانو ته يې ډاډ ورکړی چې د افغانستان په چارو کې به مداخله نه کوي.
ازبکستاني پلاوي د طالبانو د سياسي مرستيال ملابرادر اخند په ليدو خوښي څرګنده کړې او ملابرادر يې هم مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له تيرو څو ورځو راهيسې په قطر کې د طالبانو او امريکايي پلاوي تر منځ په دو مهمو مسائلو خبرې روانې دي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د وتلو په څرنګوالي، همدارنګه د طالبانو له خوا دا ډاډ ترلاسه کول چې له افغان خاورې به نورې نړۍ ته ګواښ نه پيښږېي.
که څه هم ځينو رسنيو راپورونه ورکړل چې طالبان او امريکايان په ځينو مادو توافق ته نږدې شوي او ښايي پر یوې هوکړه لاسليک وکړي.
خو پرون د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د قطر خبرو په اړه په يوه بيان کې وويل، د مذاکراتو روان بهير په تديجي ډول پر مخ ځي زياتوي ” د تیرې جنوري میاشتي په مذاکراتو کې د اشغالګرو ځواکونو په وتلو او د چا پرضرر د افغان خاورې په نه کارولو هوکړه شوې وه؛ خو داځل په مذاکراتو کې د همدې دوو موضوعاتو په جزئیاتو او څرنګوالي خبرې جریان لري”.
د مجاهد په وينا، تر اوسه په کومه مسوده او سند توافق نه دی شوی.
نن هم په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ خبرې روانې دي.



