لغمان: ډرون بريد کې د ميرمنو په شمول نهه کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۵)

د لغمان ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د ميرمنو په شمول نهه ملکي کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، پېښه تيره شپه د يادې ولسوالۍ اړوند په ګړوچ سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي، دغه بريدونه د بې پيلوټه الوتکو له خوا په ملکي خلکو شوي چې په ترڅ کې يې د پنځو ښځو په شمول نهه کسان وژلي دي.

طالبانو پېښه تاييد کړې او دا يې د امريکايي ځواکونو جنايت بللی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په دغه ولايت کې په ډرون بريد کې ميرمنې په نښه کېږي، بلکې د تير کال په وروستۍ (نومبر مياشت) کې هم د امريکا هوايي ځواکونو له لوري په يوه ډله پليو روانو ښځو بريد شوی و چې پر مهال يې درې تنه وژل شوې وې.

تر دې مخکې هم د امريکايي ځواکونو په ډرون بريدونو کې شپانه، بزګران او د ودونو او جنازو هدف ګرځېدلي چې عامو ملکي وګړو ته پکې درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

په وروستيو کې د امریکايي او دولتي ځواکونو شپني عمليات هم تر ډيره په ملکي ميشت ځايونو ترسره کېږي چې عوامو ته پکې مالي او ځاني تلفات اوړي خو تر اوسه حکومتي چارواکو د دغه ډول عملياتو د مخنيوي په اړه لازم اقدامات نه دي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button