ننګرهار: هوايي ډګر ته څيرمه پر يوه خصوصي شرکت بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۵)
راپورونه وايي، د ننګرهار ولايت هوايي ډګر ته نږدې پر يوه خصوصي ساختماني شرکت بريد کړی دی.
ويل کېږي، سيمه کې له چاودنو وروسته وسله واله نښته هم پیل شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی بريد تاييدوي په وينا يې د بريد سيمې ته امنيتي ځواکونه رسيدلي او دا مهال جګړه روانه ده.
د بريد او تلفاتو په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي او تر دې دمه يې پړه هم چا په غاړه نه ده اخيستې.
حکومتي سرچینې وايي، دغه ساختماني شرکت هوايي ډګر کې بهرنیو ځواکونو ته ودانۍ جوړولې.



