پاکستان: د مسعود اظهر ورور او ۴۴ کسان نيول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۵)

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د جیش محمد ډلې  د مشر مسعود اظهر د ورور مفتي عبدالروف په شمول د ۴۴ کسانو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير اعظم سليمان ويلي، د ځينو تورنو کسانو نومونه هند ورته سپارلي و چې په دغه عملياتو کې نيول ټول ۴۴ کسان نيول شوي چې له بيلابيلو ډلو سره اړيکې لري.

جیش محمد ډلې د هند تر ولکې لاندې کشمير پلواما سيمه کې په هندي ځواکونو د سرتيري بريد مسؤليت په غاړه اخیستی و.

اعظم سليمان وايي، له هند يې غوښتي څو د ياد بريد سره د تړاو لرلو په اړه نور شواهد ورکړي څو پاکستان يې پرضد اقدامات وکړي زياتوي که هند نور شواهد ور وسپارل دوی به په دغه برخه کې نور اقدامات هم وکړي.

په هندي کشمير کې تر حملې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ترينګلي شوي او د یو بل پر خاوره د هوايي بریدونو تر څنګ وخت ناوخت په کشميري سرحد د ځمکنيو ځواکونو د توپونو ډزې هم تبادله کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button