پشترود ولسوال: د ولسوالۍ له ودانۍ بهر نه شو وتلای

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۵)
د فراه ولايت د پشترود ولسوالۍ ولسوال حاجي غوث الدين وايي، دولت په دغه ولسوالۍ کې هيڅ حاکمیت نه لري او په سلو کې نوي فيصده خاوره طالبان واکمن دي.
د غوث الدين په وينا، ټوله ولسوالۍ د طالبانو لاس کې ده يوازې مرکز کې دوی دي چې په نوره ولسوالۍ هيڅ واک نه لري.
نوموړی زياتوي، په ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا کلابند دي او دولتي ځواکونه نه شي کولای چې له ولسوالۍ بهر لاړ شي او يا ورته راشي.
ولسوال غوث الدين وايي، پخوا به امریکايي پيلوټه الوتکې ګرځيدلې دوی به ډاډه و خو اوس هغه هم پروازونه نه کوي او دوی اندېښمن ځکه دي چې د طالبانو فعاليتونه تر پخوا زيات شوي او په ولسوالۍ کې عسکر لږ دي.



