ايتوپيا: د الوتکې نسکوريدو پېښه کې ۱۵۷ مسافر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۹)
د ایتوپيا افريقايي هېواد د يوې لويې الوتکې نسکوريدو پيښه کې لسګونه مسافر وژل شوي دي.
د ايتوپيا حکومتي تلويزيون ته د دغه هېواد د هوايي شرکت وياند ويلي، یوه بوينګ ۷۳۷ډوله مسافر وړونکې الوتکه چې ۱۴۹ مسافر او د عملې اته تنه و ټول وژل شوي دي.
چارواکي وايي، یاده الوتکه له اديسه بابا ښار څخه د هېواد پلازمينې نيروبي ته روانه چې په لاره کې وغورځيده.
د چارواکو په وينا، دغه الوتکه کې د ۳۳ هېوادونو وګړي سپاره و.
د ايتوپيا د لومړي وزير له دفتره ويل شوي چې تر اوسه د الوتکې لويدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اړه يې پلټنې روانې دي.



