جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د لمانځه مسائل (۷۰ يمه برخه) – په بې هوشي کې د فوت شوي د لمانځه حکم

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 10, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
30
ځلې شریک شوی
376
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال: م. نجم الرحمن (فضلي)

په بې هوشۍ کې د فوت شوي لمانځه حکم

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

پوښتنه: د اپريشن لپاره ناروغ ته بې هوشي ورکول کيږي، نو آيا د بې هوشۍ په حالت کې له هغه نه چې کوم لمنځونه قضاء شي د هغو قضائي راوړل ضروري دي؟.

ځواب: که چيرته بې هوشي يوه ورځ او شپه وي يا له دې څخه کمه وي نو د همدې وختونو د لمنځونو قضائي راوړل کيږي او که چېرته د قضاء شويو لمنځونو وختونه هم د بې هوشي په حالت کې تېر شي نو په دې کې اختلاف دى، نو ځکه يې قضائي راوړل بهتر دي، دا حکم په خپل اختيار سره د بې هوشه کېدلو دى، په قدرتي بې هوشي کې که چېرته له پنځو لمنځونو څخه زيات قضاء کړى شي نو بالاتفاق د هغو قضائي معاف دى ([1]).

په رکوع او سجده باندې د قدرت نه لرونکي کس لمونځ

پوښتنه: يو کس داسې ناروغه دى چې د ناروغۍ له امله نه رکوع کولاى شي او نه سجده کولاى شي، مګر په ولاړه او په ناسته د لمانځه په کولو قدرت لري، نو داسې کس په ولاړه لمونځ وکړي او که په ناسته؟.

ځواب: داسې کس دې په ناسته په اشاره سره لمونځ وکړي، البته که چېرته په ولاړه په اشاره سره لمونځ وکړي نو هم صحي دى، مګر په ناسته يې کول بهتر دي ([2]).

که يو سړى ډېر درېدلاى نشي

پوښتنه : که يو سړی ډېر درېدلای نشي، خو لږ درېدلای شي د هغه لپاره څه حکم دی؟

ځواب : پر هغه هومره اندازه درېدا ضروري ده ([3]).

له قطرو څخه شکايت کونکې ښځې لمونځ څه ډول وکړي؟

پوښتنه: که يوه ښځه له قطرو څخه څخه شکايت کوي او له اندازې څخه زياتې وي، تر دې چې څلور رکعته فرض لمونځ هم د پاکوالي په حالت کې نشي اداء کولاى، لمونځ کوي مګر د همدغې ناروغۍ له امله يې زړه نه ورته کيږي او په پابندي سره يې نه کوي، د خداى تعالی له نيولو هم وېرېږي، پېښمانه هم وي، ويرژنه هم وي او د آخرت فکرمنده هم وي، نو د دې لپاره څه کول پکار دي؟.

ځواب: داسې ښځه دې جامې بدلوي، يا چې په کوم ځاى متيازې لګيدلې وي هغه دې مينځي، که چېرته يې اودس نه ټينګيږي پروا نلري، په دغه طريقه دې لمونځ کوي: د هر لمانځه د وخت لپاره دې يو ځل اودس کوي، تر څو پورې چې وخت باقي پاتې وي د هغې اودس قايم ګڼل کيږي، چې وخت تېر شي نو دوباره دې اودس کوي او کوم لمنځونه چې قضاء شوي دي هغه دې هم اداء کړى شي ([4]).

د مريض لپاره د استقبال قبله حکم

پوښتنه : له اپريشن وروسته څه وخت مطلقاً د اپريشن له ورځې نيولې تر څو ورځو پورې حرکت کول ډاکټر بيخي منع کړي وي، نو په داسې وخت کې که چېرته لمونځ په څملاسته په اشاره سره يا په ناسته وکړى شي او د کټ مخ د قبلې لوري ته نه وي نو آيا چې کوم لوري ته يې مخ وي هماغه لوري ته يې کولاى شي؟.

ځواب: د قبلې لوري ته مخ کول ضروري دي، که چېرته د هسپتال عمله په دې کې مرسته نکوي نو په داسې وخت کې چې څرنګه هم کېدلاى شي لمونځ دې وکړى شي، مګر په وروسته کې يې قضائي راوړل ضروري دي ([5]).

معذور په تيمم او اشاره سره لمونځ کولاى شي که نه

پوښتنه: زيد د ناروغۍ له امله له تلو راتلو څخه معذور شوى دى، تر دې چې د اوداسه لپاره لوټه (بدنۍ) هم نشي پورته کولاى، له همدې امله يې د ځان پخوا کې خاوره اچولې دى په هغې تيمم وهي، د قبلې لوري ته مخ کړي او لمونځ کوي، په دې طريقه لمونځ صحي دى او که نه؟.

ځواب: کوم وخت چې په خپله د اودس په کولو قدرت نلري او د اوداسه ورکولو لپاره بل کس هم موجود نه وي نو مجبوراً تيمم صحي دى، کله چې د ولاړېدو قدرت نه وي په ناسته دې لمونځ وکړى شي، که د ناستې قدرت نه وي په اړخ دې وکړى شي، کله چې د قبلې لور ته د مخ په ګرځولو قدرت نه وي نو چې هر لوري ته يې مخ وي هماغه لوري ته دې په اشاره سره لمونځ وکړى شي، که چيرته په سجدې کولو باندې قدرت وي نو اشاره کول کافي نه دي بلکې د سجدې کول ضروري دي ([6]).

د معذور لپاره د اوداسه حکم

پوښتنه: زيد له ډېرې مودې راهيسې د قبض له تکليف څخه شکايت کولو، د کوم له امله چې ډاکټر د هغه اپريشن وکړ او د قضاء حاجت لپاره يې قدرتي لاره بنده کړه او په بل ځاى کې يې د قضاء حاجت لپاره لار جوړه کړه، له همدې امله زيد د هوا او قضاء حاجت په وتلو باندې واک نلري، د يوه کامل لمانځه په وخت کې کم له کمه درى څلور ځلې په بې اختياره توګه هوا خارجيژي او زيد د بيا بيا اوداسه کولو لپاره ډير تکليف کوي، په داسې حالت کې زيد په معذور کې شمار دى او که نه؟.

ځواب : که چيرته په رښتيا يو کامل لمونځ هم د هوا له خارجيدو پرته نشي اداء کولاى نو زيد شرعاً معذور دى او هغه به د يوه وخت په شروع کې اودس کوي او چې څومره غواړي لمونځ کولاى شي، او د همدغه لمانځه په وخت کې د هوا په خارجيدو د هغه اودس نه ماتيژي ([7]).

 

([1]) احسن الفتاوى، ٤ : ٥١، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٦٣.

([2]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٧٨، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ١٣٦، الشامي، ج : ٢، ص : ٥٦٧.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٨٤، بحواله : درمختار مع التنوير، ج : ١، ص : ٣٠٥، باب الحيض.

([5]) احسن الفتاوى، ٤ : ٥٢.

([6]) فتاوى محموديه، ٧ : ٥٥٣، بحواله : ردالمحتار، کتاب الطهارة، باب التيمم، ج : ١، ص : ٢٣٣، سنن ابي داؤد، کتاب الصلوة، باب في صلوة القاعد، ج : ١، ص : ١٤٤، بدائع الصنائع، کتاب الصلوة، صلوة المريض، فصل : واما ارکانها فستة، ج : ١، ص : ٢٨٤.

([7]) فتاوى عثماني، ١ : ٥٩٦، بحواله : التنوير وشرحه، ج : ١، ص : ٣٠٥ – ٣٠٦.

لوی ټکي: فوت شویقبلې لوريلمونځمريض
مخکینې مطلب

مسئله بغرنج کشمیر ؛ حقائق و واقعیت ها

بل مطلب

ايتوپيا: د الوتکې نسکوريدو پېښه کې ۱۵۷ مسافر وژل شوي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com