پکتيکا: د ګډو ځواکونو شپنيو عملياتو اته ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۹)
د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونی په ياده سيمه کې عمليات تاييدوي وايي په يادو عملياتو کې پنځلس طالبان وژل شوي دي.
له بله پلوه طالبانو او ځايي اوسېدونکو بيا د روغ ليوني ادعا رد کړې په وينا يې په يادو عملياتو کې اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه د وژل شويو ملکي کسانو نومونه خپاره کړي په خبره يې په يادو عملياتو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي بيا وايي، په دغه عملياتو کې د عامو خلکو کورونه پلټل شوي او عملياتي عسکرو څلور کورونه په بشپړ ډول ويجاړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تيرې نږدې یوه اوونۍ کې په تکرار سره د ملکي خلکو په کورونو شپني عمليات شوي چې دوه ورځې وړاندې يې په ننګرهار، وردګ، هلمند او لوګر ولايتونو کې ګڼ ملکي کسان ووژل.
دغه ډول عمليات د صفریو، صفردوه، صفر درې او د بهرنيو پوځي اډو د ځانګړو ځواکونو له خوا د امريکايي ځواکونو په رهبرۍ ترسره کېږي.



