د (ملا عمر پټ ژوند) کتاب کې راغلي، هغه د ژوند تر پایه افغانستان کې و

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۰)

د هالنډ يوې ليکوالې د طالبانو د تحريک بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد په اړه په يوه کتاب کې ليکي چې نوموړی د ژوند تر پايه له افغانستانه نه دی وتلی.

دغه کتاب چې په هالنډۍ ژبه دی نوم يې (د ملاعمر پټ ژوند) ليکواله يې وايي چې د هغه د خصوصي ساتونکي او هغه ته نږدې ځينو طالبانو څخه يې معلومات پکې ترلاسه کړي دي.

په کتاب کې راغلي، امریکايي استخباراتو د ملاعمر لټون په پاکستان او نورو سيمو کې کاوه خو هغه په زابل کې د “وولورين”  په نامه د امريکايي پوځي اډې په څو کيلو مترۍ کې پټ ژوند کاوه.

د کتاب هالنډۍ ليکواله بيتا ډام وايي، د دغه کتاب پر لیکلو، څېړنې او د طالبانو له غړو سره په مرکو يې پنځه کاله تېر کړي  زياتوي توانيدلې چې د ملا عمر د خصوصي ساتونکي ملا جبار عمري سره هم مرکه وکړي چې د عمر تر پايه ۲۰۱۳ کال پورې له ملاعمر سره و .

ډام وايي، ملا عمر په دغه کور کې یوازې له څو تنو سره ژوند کاوه خو امريکايي امريکايي استخبارات چې دغه کور يې پلټلی بيا هم ونه توانيدل چې د خپلو ټولو امکاناتو په لرلو سره د هغه درک معلوم کړي.

په کتاب کې راغلي،ملا عمر به له خپلو ملګرو سره د قاصد په واسطه اړيکې نيولې، کورنۍ يې په پاکستان کې وه او دی چې له ناروغۍ ډير رنزيده د عمر تر پايه ډاکټر ته نه ولاړ چې په ۲۰۱۳ د اپريل مياشت کې ومړ او له تابوت پرته په یوه نامعلوم ځای کې دفن کړای شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button