واشنګټن ټايمز: امريکايان د افغانستان له جګړې ستړې دي، د خپلو پوځيانو وتل غواړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۰)
د امريکا واشنګټن ټايمز ورځپاڼه ليکي، ډيری امريکايي وګړي په افغانستان کې له جګړو ستړي شوي او د دغه جګړې ختمول غواړي.
راپور کې راغلي، چې افغانستان کې د امریکايي جګړې په اړه نظر پوښتنه شوې چې ډيرو امريکايي وګړو د جګړې مخالف نظر ورکړی او نه غواړي چې پوځيان دې يې په افغانستان کې پاتې شي.
واشنګټن ټايمز ليکي، په افغانستان کې د جګړې د مخالفت له امله امريکايي حکومت اړ شوی چې دغه هېواد کې خپل نظامي حضور او ياده جګړه د يوه سياسي حل له لارې پای ته ورسوي.
د سرچينې په وينا، اوس مهال د افغانستان جګړه بې هدفه ده چې دغه ډول حالات نور د امريکايي ماليه ورکوونکو د زغملو نه دي.
تر دې مخکې هم د امریکا سياستوالو، عوامو او ځينې نظامي شخصيتونو د افغانستان د جګړې مخالف نظرونه څرګند کړي چې په وينا يې هلته لګېدونکې پيسې امريکايي اقتصاد زيانمنوي او بايد په خپله په امريکا کې په رغنيزو، تعليم او روغتيايي چارو ولګول شي.
شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې امریکايان او طالبانو د قطر په مرکز دوحه کې له افغانستان د بهرنيو ځواکونو په وتلو او دا چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پرضد نه کارول کېږي بحثونه روان دي.
راپورونه وايي، چې امريکايان د خپلو پوځيانو وتلو لپاره څو کلونه وخت غواړي خو طالبان وايي چې په څو مياشتو کې بايد افغانستان خوشې کړي.



