غزني: لاريون کوونکو  په ملکي وګړو دګډو ځواکونو بمباري وغندله.

کابل ټکی کام(سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل):

معترضو لاريون کوونکو نن دغزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله د وژل شوو ملکیانو جسدونه د غزني ښار ته د اعتراض په ډول راوړي او له حکومت څخه يې د ياد بريد عاملينو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې،  لاريون کوونکي غواړي چې حکومت دې د پېښې پلټنې وکړي. ياد لاريون په داسې حال کې تر سره کېږي چې نن سهار شاوخوا اته بجې د اندړو ولسوالۍ په لیوانو کلي کې د ملکي خلکو په یو ټونس ډوله موټر  هوايي بریدوشو چې د ځايي اوسېدونکو له قوله  په دغه بریدکې ۱۳ تنه ولسي خلک وژل شوي.

د يادونې وړ ده چې ګډو ځواکونو په دې وروستيو کې د هېواد په زياترو سیمو په ملکي وګړو دې ته ورته بمبارۍ تر سره کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button