شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ایا سوله به وشي؟

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 12, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
239
ځلې شریک شوی
188
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال او شناند :  امين وردګ

په راتلونکي باندې آګاهي یوازې د الله کار دی، مګر!  انسانان هم کولای شي چې (تېرو تاريخونو او روان حالت ته په کتو سره) د عقل او پوهې په وسیله اټکل او تخمین وکړي.

دا هم ولولئ

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نو راځئ چې موږ هم  د قطر هېواد په پلازمېنه (دوحه) کې د آمریکايي استازو،  چې د جګړې یو اړخ دی؛ او د افغان طالبانو د استازو تر منځ، چې دا هم په افغانستان کې د نږدې دوو لسیزو جګړې بل لوری بلل کيږي؛  د سولې په تړاو د پنځم پړاو خبرو په اړه اټکل وکړو.

که څه هم چې د دغو دواړو لوریو (امریکا او افغان طالبانو) تر منځ معضله د نورې نړۍ د اختلافاتو او جګړه ایزو عواملو په پرتله پېچلې ده ؛ خو بیا هم کېدای شي چې دواړه لوري (سیاسي وضعیت ته په کتو سره) له ځینو خپلو مادي ګټو تېر شي او یو بل ته نرمي ښکاره کړي، مګر هغه اساسي مسائل به نو څه ووایم چې معامله کړي کومو چې دوی (نږدې شل کاله) یو پر بل سره وټکوول؟

د امریکايي لوري اساسي اهداف:

۱- د آسیا په زړه کې (په مستقیم او مستقل ډول) نظامي حضور.

۲- د یوه خپلواک او کاملاً شرعي نظام د حاکمیت مخنیوی.

۳- د دریمې او غوڅې نړیوالې جګړې لپاره د یوه مناسب ډګر په نظر کې ساتل او تسلط (چې هغه هم باید یوه بې څښتنه بېدیا وي) او د دوی په آند افغانستان یې ښه وړ دی.

د طالب لوري اساسي اهداف او مجبوریت:

۱- د شرعي قانون نفاذ او کاملاً مستقل حاکمیت يې.

۲- د افغانستان په قلمرو کې د هر هغه نظامي قوت پر وړاندې وسلوال پاڅون چې مقدسات توهینوي، د افغانانو استقلال سلبوي او ارضي تمامیت تهدیدوي.

اوس چې موږ د تعقل له زاويې څخه ورته وګورو نو دا متضاد اهداف د دوی معضله لا راته پېچلې ښکاروي.

که فرض کړو چې د اسلامي امارت مبارزين له خپل هدف او یا مجبوریت څخه تېر شي او له هغه لښکر سره د قدرت تر لاسه کولو، یا فزیکي او روحي آرامتیا لپاره معامله وکړي چې اوس یې باطل بولي او د ښاغلي حکمتیار په لاره تګ وکړي؛  نو دا بلکل د حق او باطل تر منځ یو ډول تعامل دی چې په هېڅ صورت کې به ريښتینو افغان مبارزینو او مجاهدینو ته د منلو وړ نه وي، که بیا هم فرض کړو چې خدای مکړه داسې وشي نو جګړه به تر دې لا پسې پېچلې شي او په ضمن که به داعش ته هم د پرمختګ ښه مناسب فرصت لاسته ورشي ، چې زما په نظر د مافیاوي کړیو اساسي هدف هم همدغه دی.

او که فرض کړو چې آمریکایان به تر کوم ټارګېټ(هدف) واوړي  نو دا بیا کېدای شي!  مګر عواقب به يې د دوی د مادي ګټو یو څه خلاف وي او فکر نه کوم چې و به یې هم مني!  ځکه چې نږدې دوه ترېلیونه(۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالر یې (یوازې په حضوري توګه) د همدغو اهدافو لپاره لګولي، هغه چې تر مخه به یې څومره مصارف کړي وي؟  هغه خو الله او دوی ته معلوم دي؛ لکه د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان مجاهدینو سره هدفي مرستې؛ چې سپین چکونه به هم پکې وو!

همدا راز په زرګونو (شاید هم لسګونه زره یاد کړو!) هغه ماهر او روزل شوي جنګیالي یې هم د یادونې وړ دي چې د همدغو اهدافو لپاره یې د افغانانو په لاسونو قرباني کړل.

خو سوله بیا هم ؛  تر افغانانو د امریکایانو په ګټه بولم!  دوی که خپل اهداف ترشا هم کړي؛ زیان به یې د سود په تناسب کم وي؛ اما د طالب لوري تېرېدل بیا کاملاً برعکس دي او د دوی به په سخته ماتې او شکست  دلالت وکړي.

 مګر بیا هم له بهرنیانو سره توافق دومره ستونزمن نه دی لکه د دوی له افغان متحدینو او همفکرانو سره ځکه چې د دولت او طالبانو خبرې به له آمریکایانو سره تر خبرو په څو واره پېچلې او له کړاوونو څخه ډکې وي.

خو بیا هم! که د امریکا او طالبانو تر منځ له ممکنې موافقې وروسته د طالبانو او دولت تر منځ په خبرو کې ((اسلامي ارزښتونه)) په پام کې ونیول شي بیا به ان شاءالله هېڅ جدي ستونزه نه رامنځته کيږي چې الله مکړه نتیجه یې شومه او د لابدبختۍ لامل وګرځي، مګر که خبرې د اسلامي ارزښتونو په خلاف د مافیاوو او د پرديو د ګټو تر تأثیر لاندې شوې نو نه یوازې دا چې توافق به پکې و نشي، بلکې هر غمجن به لا هم پسې غمجن کړي.

د بېلګې په توګه: طالبان وایي چې (موږ  ښځو ته ټول هغه حقوق ورکوو چې اسلام ورکړي) چې داسې وشي نو  تر دې ښه! د تاریخ په هېڅ آسماني یا ځمکني قانون کې ښځو ته دومره حق نه دی ورکړل شوی لکه اسلام چې ورکړی دی.

خو فکر نه کوم چې ځينې خاله ګانې  به قناعت پرې وکړي ځکه چې د دوی نفساني غوښتنې به پکې زیانمنې کيږي او هم به په هغه اندازه ډالر څوک ورنکړي لکه اوس چې ورکول کیږي.خو دغو ښځو ته زه د طالبانو د نظام وخت نه!  بلکې تر هغه د مخه د کابل د ښکلي ښار ړنګې ماڼۍ، ويجاړ سرکونه او کوڅې ور په یادوم چې د هېچا به نه مال خوندي ؤ، نه سر او نه هم عزت او نوامیس؛  مګر اوس د همغو داړه مارانو د مړیو د مرګ ورځې (همدا ښځې) ورسره لمانځي او د اتلانو په نومونو سره یې یادوي او د ژوندیو یې تر څنګ او یا تر لاس لاندې د بشري حقونو نارې سورې هم وهي؛  نو ځکه خو د داسې کرغېړنو سیاستونو دا ډول حوادثو او کړنو ته  سړی هک پک شي! بله د اساسي قانون مسئله ده!  زما په آند طالبان د دغه قانون د هاغو مادو بدلون او آوښتون غواړي چې؛  اسلامي احکام هلته موجود دي ، خو په اساسي قانون کې تأویل، تعدیل او تفریط پکې راغلی وي لکه:  د زنا حد چې رجم او یا اتیا شرعي دورې دي پکې، هغه هم په عام محضر کې! همدا راز د غله لاس پرېکول،  د شرابخونو، قيمارخونو  بندول ، د ښځو په غیر اسلامي ثقافت بندیزونه  او داسې نور… خو تر ټولو مهمه یې دا ده چې؛ په اسلامي قانون کې باید امراء یا حاکمان ((اهل الحل و العقد)) وي؛  نو ځکه خو موضع په داسې او دغو ته ورته مسائلو کې دومره سړي ته پېچلې شي چې؛ د امکان تر سرحد هم واوړي ، مګر الله ته آسانه ده!  شاید چې نور نو افغانان په یوه واحد نظام کې سره راټول کړي او یو بل ته یې سره غاړه غړۍ کړي؛ مګر د بنده په فکر بیا ناممکنه ده.

په  هر صورت! اوس د دې وخت را رسېدلی چې موږ ټول افغانان باید د افغانستان په وګړو (خصوصاً تورسرو او ماشومانو باندې) رحم وکړو،  ټول باید را پاڅېږو او (د اسلام تر اصولو لاندې) سوله وغواړو او ان شاءالله چې د هر لوري به پکې خیر هم وي او د روان حالت په دوام باندې ټول متضرره کيږي.

چې هر څوک له اسلامي احکامو او اصولو سره سمه سوله نه غواړي هغه ریښتینی افغان مسلمان نه دی، همدا راز چې هر څوک د سولې په نوم په مقدساتو او اسلامي ارزښتونو معامله کوي هغه به هم ريښتینی افغان مسلمان نه وي.

یا الله!  افغانان ټول تر یوه توغ لاندې په خپله رسۍ سره راټول کړه او په زړونو کې یې يو د بل لپاره مینه ننباسه! او اې الله!  هغه ورځ موږ ته راووینه چې طالبان ټولو هغو سیمو ته (د امن په فضا کې) ورشي کومو ته چې اوس پټ ورځي او هم دولتي عسکر سبا په هغو سیمو کې (په پوره امن سره) را ووینه چې نن یوازې د کفري ځواک د مټو په زور ورځي؛ خو دا هر څه په داسې فضا کې درنه غواړو چې:  ستا راته خوښه وي.

لوی ټکي: اسلامي ارزښتونهاسلامي امارتامريکاسولهطالبان
مخکینې مطلب

 د امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه او اوږده مذاکرات!!

بل مطلب

غزني: لاريون کوونکو  په ملکي وګړو دګډو ځواکونو بمباري وغندله.

ځانګړي مطالب

خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com