(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۶)
د کابل صرافانو ګواښ کړی که حکومت يې امنيت خوندي نه کړي دوی به له افغانستانه خپله ټوله پانګه نورو هيوادونو ته وليږدوي.
وروسته له هغې چې په کابل کې د يوه صراف لور د انسان تښتوونکو له لوري ووژل شوه، پرون په کابل کې صرافانو کاربنديز اعلان کړی و او د يوې غونډې په ترڅ کې يې پر حکومت ملامتي واچوله چې د امنيت په خونديتوب کې يې پاتې راغلی دی.
د کابل د صرافانو د اتحاديې مسؤولين وايي، د روان کال له پيله صرافان دوولس ځلې له قتل او تښتوونو سره مخ شوي چې حکومت د يادو دوسيو په اړه جدي اقدام نه دی کړی.
د صرافانو د اتحاديې مشر مير افغان صافي وويل، د شپږ کلنې مهسا قاتلين دې په ښکاره ډول اعدام شي، او ورته ډول د نورو جرمونو عاملين دې ژر تر ژره ونيول شي او قانوني سزا دې ورکړل شي.
د لویې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي وايي، د مهسا دوسيه د لويې څارنوالۍ تر څيړنې لاندې ده او د امنيتي ادارو سره په همغږۍ دغه دوسيه پرمخ وړل کيږي.
په وروستيو کې د افغانستان په ځينو لويو ښارونو کې د پانګوالو لپاره امنيتي وضعيت تر بل هرکله خراب شوی چې پانګوال يې په اړه اندېښمن کړي دي.















