شيدې او ادرک مو ګڼې ناروغۍ له منځه وړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۶)
شيدې او ادرک ځانته ځانته ګټې لري خو که ادرک وچ کړای شي، نيمه کاشوغه په يوه پياله شيدو کې ګډ کړای شي نو د انسان بدن ته بیشماره ګټې لري.
په ادرک کې پروټين، کيلشيم، فولاد، مينيشيم، وټامين E.C او k موجود دي چې د شيدو او ادرک په ګډ خوراک سره د پښو، سر، بندونو او بدن درد له منځه ځي.
روغتيا پوهان وايي، ادرک په بيلابيلو له زرګونو کلونو راپديخوا په مختلفو درملو کې کارول کيږي وايي چې د دواړو شيانو په ګډ خوراک سره د انسان هډوکي کلکيږي، د هاضمې نظام له هر ډول خرابوالي ليرې ساتي.
د ماهرينو په وينا، که ميرمنې دغه اجزاء د مياشتنۍ ناروغۍ پر وخت وکاروي، د هغوی په ناروغۍ کې ډيره مرسته کوي.



