ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۶)
د ملي یووالي حکومت مشر اشرف غني نن په رسمي سفر د يوه دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د ابوظبۍ د امير او ولیعيد شېخ محمد بن زايد آل نهيان سره وګوري.
د سرچينې په وينا، په دغه کتنه کې به دواړوه خواوې د فرهنګ، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ شپږ تړونونه لاسليک کړي.



