جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

حل لاره یوازي اسلام ده

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
128
ځلې شریک شوی
98
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: احمد ارشاد (سعید)

هو، یوازي د اسلام سپیڅلی دین د ټولو مشکلاتو لپاره د حل لاره ده ځکه هغه دین چې له نړۍ څخه یې د قدیم جاهلیت تیارې ختمي کړې او وروسته پاتې او له وحشته ډکه نړۍ یې په متمدني نړۍ بدله کړه، هغه دین اوس هم ددې توان لري چې دمعاصر جاهلیت له امله پر نړۍ خورو تاریکیو ته خاتمه وکړي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هغه دین چې د نړۍ څخه یې  د ظلم، بې عدالتۍ او وحشت سیوری لیري کړ او انسانیت ته یې د عدل، سکون او انصاف  داسي نظام راوړ چې مخکنی تاریخ یې له مثال راوړلو عاجزه دی، هغه دین اوس هم ددې دنیا د راهنمایۍ پوره توان لري او کولای شي ننني ستړي انسانیت ته یو ځل بیا سکون او ارام ساه ورکړي.

هغه دین چې یو وخت یې د صحابو کرام (رضی الله عنهم)، تابعینو( رحمهم الله) او همدرانګه د حضرت عمر بن عبدالعزیز، موسی بن نصیر، طارق بن زیاد، قتیبه بن مسلم، محمد بن قاسم، صالح الدین ایوبي، شاه محمود غزنوي، شاه ولي الله دهلوي رحمهم الله تعالی په شان داسي پاک نفسه او ویښ ضمیره اشخاص نړۍ ته وړاندي کړل چې لا تر اوسه یې تاریخ په شتون ویاړي او خدمتونو او زحمتونو ته یې انساني نړۍ حیرت وړې، هغه دین اوس هم نړۍ ته دداسي اشخاصو د وړاندي کولو پوره توان لري.

هغه دین چې د عربي جزیرې جاهل او ظالم عرب یې د پوهي او رحم لوړو پوړو ته ورسول او په هغوی کې یې د نړۍ د رهبرۍ توان کښیښود، هغه دین اوس هم د اوسنۍ نړۍ د مستبدو او ظالمو حاکمانو د اصلاح او راهنمایۍ پوره قابلیت لري.

هغه دین چې انسانیت یې د رومي امپراطورۍ له غرور، مظالمو، مفاسدو او  له عیش او عشرته ډک مصنوعي تمدن څخه چې انسانان یې غلامان او ددوئ د ججو او ټیکسونو د پوره کولو الې ګرځولي وې، خلاص کړ هغه دین اوس هم ددې قابلیت لري چې د غرب اوسنۍ وینه زبیښاکې فلسفې او حاکمیت ته د تیر په شان د پای نقطه کښیږدي.

هغه دین چې نړۍ یې د فارس د طبقاتي تهذیب څخه؛ چې حاکمه طبقه یې فطرتي خدایان، ماتحته طبقه یې فطرتي بنده ګان او دا مصنوعي خدایان یې د بنده ګانو په مالونو او نفسونو کې د هر ډول تصرف مستحقین بلل آزاده کړه، هغه دین اوس هم ددې قابلیت لري چې د نړۍ اوسني کپیټالیسټي جوړښت ته خاتمه ورکړي او نړۍ یو ځل بیا د عدل او انصاف کور وګرځوي.

هغه دین چې نړۍ یې د ښځو سره د عربو د ظالم سلوک څخه؛ چې هغوی به یې ژوندۍ په خاورو ننیستلې، او یا یې د رومي امپراطورۍ له جاهلي فلسفې څخه؛ چې ښځه یې نجسه او پلیته بلل او له هغې سره یې د حیوانانو په څیر ټیټه رویه کول او یا یې د فارس د امپراطورۍ له نجس تهذیب څخه؛ چې پلار به لور، زوی به مور او ورور به خور په نکاح اخیستل او د ازدواجي اړیکو پر وړاندي یې یوه خپلوي هم خنډ نه بلل آزاده کړه، هغه دین اوس هم ددې پوره توان لري چې  نړۍ یو ځل بیا د غرب د اوسنۍ فاحشي فلسفې څخه؛ چې ښځه د آزادۍ په نوم فحشا، بې حیایۍ او بې حجابۍ ته بولي، یا یې د شهوت پوره کولو آله ګرځولې، د یوې اعلاني وسیلې په توګه کار ترې اخلي او په دې توګه یې پرې د نړۍ دریم لوی تجارت روان کړی، آزاده کړي.

هغه دین چې په علمي لحاظ یې پرون د ټولې نړۍ خصوصاً جزیرة العرب څخه  د علم، پوهي او عرفان  کور جوړ کړ، په صنعتي لحاظ یې  اندلس  د نننۍ پرمختللي ټیکنالوژۍ بنسټګر او پیلونکی  کړ او د اروپا څخه یې د (Dark ages) یا (د تاریکو عصر) پردې پورته کړې، هغه دین اوس هم ددې قابلیت لري چې معاصر جاهلیت وننګوي او یو ځل بیا نړۍ د وحشت او ویري خلاصه او خپل تیر عزتمن مقام ته ورسوي.

ځکه دا دین د هغه رب له لوري رالیږل شوی چې نړۍ او شته ټول مخلوقات یې خلق کړي، ددې دین لومړی داعي هغه معصوم شخصیت وو چېخالق یې له رویه د نړۍ او کائناتو د پیداکولو اراده وکړه.

دا دین نه د انسان څخه د پروني منحرف عیسویت په شان په سمڅو کې د ژوند کولو او د رهبانیت د فلسفې د عملي کولو غوښتنه کوي، نه هم ورته د ننني غربي تهذیب د خپلولو امر کوي چې ماده په الوهیت ومني ، بلکي دا دین انسان ته د مادیت او معنویت تر مینځ بله منطقي لاره ښيي، داسي لاره چې نه یې د خالق سره اړیکي پرې کوي او نه یې د ژوند د ضروري چارو غافله کوي.

دې دین د انساني ژوند هره برخه احاطه کړې، دا دین انسان غربت او بې ځایه خوارۍ ګاللو ته نه کشوي، بلکي دا دین خپل پيروی امر کوي تر څو د مخلوقاتو خالق و پیژني، هغه واحد وبولي، د هغه واحد ذات سره هیڅوک په هیڅ صورت کې شریک نه کړي او د هغه د رالیږل شوي رسول او کتاب کامله اتباع وکړي. همدارنګه ورته ددې امر کوي چې دنیا په عدل، انصاف او سکون سره آباده کړي، داسي آبادي چې انسان د خالق له احساناتو غافله نه کړي او د خپلو ټولو نعمتونو نسبت همدا واحد رب ته وکړي.

دا دین اوس هم هغه هیوادونه او سیمي رانغاړي چې د نفتو، معدني موادو، اوبو، سمندري کرښو او بندرونو او نړیوال مرکزیت څخه برخمن دي، خو ددې دین د اوسني پلویانو د ایماني کمزوریو او پر هغو باندي د غرب پلوو، جابرو او استبدادي حاکمانو شتون دا ټول شته د غرب خدمت ته وقف کړي.

ددې دین اوسني پلویان له خپل تیر تاریخ څخه غافله دي او د خپل دین په اړه د لازمو معلوماتو او د لواء او براء له لازمې عقیدې بې خبره دي. ټول په یوه سلا د غرب ړانده مقلیدین جوړ شوي او هغوی یې د خپلو ټولو دنیوي امورو استاذان جوړ کړي، په داسي حال کې چې دین یې د ژوند د ټولو برخو لپاره جامع او کامل نظامِ حیات لري.

دوی خپل زر د پردیو په میسو بدلوي، ددې هیوادونو پر رنګه بیرغونو د توحید کلمه لیکې وې، خو تر دې بیرغ او کلمې لاندي حاکم نظام یې ددې کلمې هیڅ امر ته وفاداره نه دي. دوی ددې ټولو بدبختیو علاج د غرب په ناقصي او فحاشي فلسفې کې لټوي، حال دا چې دین یې دوی ته د خلاصون او نجات واضحي او آسانه تګلاري ورښودلي.

د نړۍ اوسنۍ ټولي بدبختۍ هغه وخت پیل شوې چې  دې دین د نړۍ راهنمایي پریښوده. دې دین د خپل حاکمیت بریالی امتحان ورکړی او تر هغو دنیا بیرته سکون ته د ګرځیدو عاجزه ده تر څو دا دین یې یو ځل بیا راهنمايي نه کړي.

ددې ټولو بدبختیو علاج یوازي او یوازي د یوه سوچه اسلامي  نظام په راتلو کې پټ دی، تر څو چې ددې دین پلویان د خپل درانه خوبه رابیدار نه شي، تر هغو یې ددې آرزو (اسلامي نظام راتګ) پوره کیدنه یو خیال دی.

او له دې خوبه هغه وخت بیداره کیدای شي، چې ټول مسلمانان د خپلو اسلافو د تاریخ کتابونه پرانیزي او پر خپل ماضي باور پیدا کړي. پر هغه دین ایمان او یقین تازه او ژوندی کړي چې نوم یې په خوله اخلي، خو په حقیقت کې ورسره نابلده دي. ددې دین سره نسلي او میراثي اړیکي په حقیقي او قلبي اړیکو بدلي کړي او په اخر کې په ډیرې حوصلې او هیلمندۍ سره د اسلامي بدلون او اسلامي نظام د راتګ په لور هر اړخیز ګام اوچت کړي.

د یوه سوچه اسلامي نظام د راتګ په هیله

مخکینې مطلب

فارياب: طالبانو د ملي اردو یوه قرارګاه او يوه پوسته نيولې؛ ګڼ شمير عسکر وژل شوي

بل مطلب

کندز- خوست: شپنيو عملياتو کې ملکیانو ته مالي او ځاني زیان اوښتی

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com