(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۶)
د کندز ولايت په چهاردرې او د خوست ولايت باک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې پر مهال يې ملکيانو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
راپورونه وايي، دغه عملیات تيره شپه د چهادرې ولسوالۍ په خلازيي سيمه کې شوي چې په ترڅ کې يې د ملکي خلکو ګڼ شمير کورونه ويجاړ شوي، مالونه يې عملياتي عسکرو چور کړي، د خلکو شخصي وسایې يې له منځه وړي دي.
ځايي سرچينې وايي، د عملیاتو په پایله کې عملیاتو عسکرو درې تنه عام کليوال وژلي او څلور تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو اته عام کليوال هم له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.
دغه راز په يوه بل خبر کې ويل شوي چې شپنيو عملياتو پر مهال د باک ولسوالۍ په سمن خيلو سيمه کې هم ملکي خلکو ته زيانونه اوښتي دي.
د خوست ولايت خبري سرچينې وايي، د عملياتو پر مهال د حاجي لونګ جان په نوم يو کليوال وژل شوی او د چاپې عسکرو د پلټنو پر مهال عام خلک زورولي او د هغوی مالونه يې چور کړي دي.
په وروستيو کې د ګډو ځواکونو شپني عمليات زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي ځايونه هدف ګرځي او مرګ ژوبله يې هم ملکيان ګالي.















