کابل ټکی کام(یک شنبه،۲۶کب، ۱۳۹۷ل):
راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته یو شمېر نوماندانو د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکایي او طالب پلاوي ترمنځ د سولې روانو خبرو کې د ګډون غوښتنه کړې ده. دې اووه تنو نوماندانو نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، حکومت د سولې پروسه سبوتاژ کوي او د سولې په روانه پروسه کې د خلکو استازو ته برخه نه ده ورکړل شوې نو څنګه چې دوی د خلکو استازي دي، باید په دغه پروسه کې شامل او له نظریاتو یې ګټه واخیستل شي. هغوی ټینګار وکړ چې د دوی نظریات او مشورې به د سولې روانه پروسه منظمه او لا ګړندۍ کړي. دغه ناسته کې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند، شهاب حکیمي، حکیم تورسن، ابراهیم الکوزي، فرامرز تمنا، فاروق نجرابي ، نور رحمن ليوال او عنایت الله حفیظ شامل وو.
دغه نوماندان په حکومت داتورونه په داسې حال کې لګوي چې ډېری سیاسي مبصرینوهم په دې وروستیوکې ورته څرګندونې کړي، اوحکومت دسولې په مخالفت تورنوي.















