کابل ټکی کام(یک شنبه،۲۶کب، ۱۳۹۷ل):
یو فلسطیني ځوان په یو برید کې درې اسراییلي سرتېري وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د اسراییلي پوځ ویاند ددې خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې په دې برید کې درې اسراییلي عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. ویاند زیاته کړې، دا پېښه په یوه یهودي مېشته سیمه اریل کې د یو فلسطیني وګړي لخوا رامنځته شوې ده. هغه ویلي چې یاد فلسطیني وګړي دا برید د چاقوګانو په واسطه کړی دی او له برید وروسته یې د پېښې له ځایه پښې سپکې کړې دي. نوموړي زیاته کړې د برید کوونکي د پلټلو هڅې یې پیل کړې دي.
دابرید په داسې حال کې کیږي چې دوه ورځې وړاندې په نیوزیلانډ کې یو صلیبي دمسلمانانو په دوه مسجدونو کې په مونځ کونکو برید وکړ چې تر ۵۰زیات لمونځ کونکي یې په شهادت ورسؤل.















