ملاعبدالسلام ضعيف د خپل کور کلابندۍ په اړه وروستي جزيات خپاره کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۷)

پرون په کابل کې د ملا عبدالسلام ضعيف پر کور دولتي ځواکونو چاپه وکړه چې د هغه د زامنو او نږدې خپلوانو په وينا يې تر نږدې لس ساعتونو يې کور کلابند کړی و.

که څه هم ملا عبدالسلام ضعيف وايي چې عسکرو يې په میلمستون چپاو وروړی او د هغه یو ساتونکی يې هم ټپي کړی خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې دوی د ضعيف کور نه دی کلابند کړی بلکې په سيمه کې د حاجي طوطي په نوم د ځمکو يو غاصب و د هغه کور يې پلټلی.

له بله پلوه ملا عبدالسلام ضعيف د خپل کور د کلابندۍ په اړه په خپله رسمي فسبوک پاڼه ورستي جزيات خپاره کړي په وينا يې د حاجي طوطي کور د ده تر کوره درې سوه متره ليرې او په بله کوڅه کې دی خو هغوی په مستقيمه توګه د ده کور ته ورغلي، غوښتل يې د کور پلټنه وکړي خو د هغه ساتونکو يې مخه نيولې ده.

ملا عبدالسلام ضعيف د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير پاتې شوی چې ډير کلونه يې په بند کې هم تير کړي او په وروستيو کې يې د افغان سولې لپاره هڅې پيل کړي دي.

——

نوموړي په خپله فسبوک پاڼه وروستي جزيات په لاندې ډول خپاره کړي:

د دوستانو د تشویش د رفعې لپاره مې غوښتل د فيسبوک له خپلې صفحې څخه په ژوندۍ بڼه پرونی جريان شریک کړم خو دا چې زموږ په سيمه کې انټرنټ کمزوری دی، نن په ليکلې بڼه يې درسره شریکوم:
وړمه شپه ماخوستن لس بجې زه له کندهاره کورته را ورسېدلم، یو نيم ساعت وروسته يوولس نیم بجې خبر سوم چې اته تنه مسلح زموږ د مهمانخانې طرف ته راغلي خو ساتونکو دريش کړي وو نو بيرته ګرځېدلي وو، بیا د شپې پر درې بجې دا سيمه محاصره سوه تر سهاره پوري، سهار زه په کوټه کې مېلمنو سره ناست وم ماته هم معلومات نه کېدی چې دوی څه غواړي، خلک مي ور واستول چې هدف يې وپوښتو خو دوی حال نه وايه، بالاخره د ورځې نهه بجې وې چې خواوشا څلوېښت تنه پوځيانو پر مهمانخانه چپاو راوړ پر ساتونکو يې حمله وکړه يو تن يې د تفنګچې په کنداغ وواهه زخمي يې کړ خو ساتونکو مقاومت وکړ؛ نو زه پوه سوم چې کيسه دلته ده، بیا مي ځينو مشرانو ته تيلفونونه وکړل د هغوی دي کور ودان وي مداخله يې وکړه او په نيم ساعت کې دوی بيرته شاته سول.
زه نه پوهېږم چې له دې څخه د دوی هدف څه و؛ خو دا چې دوی وايي زموږ هدف حاجي طوطي وو؛ نو د طوطي کور زموږ له کوره نژدې درې سوه متره لري دی، لاره او کوڅه يې جلا دي، دويم دا چې حاجي طوطي له درې مياشتو راهیسي په دې کور کې نسته او له کډي سره په جلال آباد کې اوسېږي؛ نو که د دوی راپور داسي وي چې يوڅوک درې مياشتي له کډي سره په يو کور کې نه وي او په خالي کور باندي راځي او له لسګونو موټرو سره چاپه وهي دا بيا بل مشکل دی.
اوس الحمدلله موضوع په خير سوله، في الحال مشکل نسته آینده دې الله خير کړي چې نور مشکلات پېښ نسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button