ننګرهار: د ګډو ځواکونو عملیاتو کې پنځه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۷)

د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې يو ځل بيا ملکي خلک په نښه شوي دي.

د راپور له مخې، دغه عمليات د خوګياڼو ولسوالۍ په نکړخيلو سيمه کې شوي چې د ځايي اوسېدونکو په وينا په ترڅ کې يې پنځه ملکيان وژل شوي دي.

د نکړخيلو اوسيدونکي وايي، ګډو ځواکونو د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړي، يو کور يې په بشپړه توګه ويجاړ کړی او پنځه تنه کليوال يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو چارواکي هم ياد عمليات تاييدوي په وينا يې په عملياتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو ملکي خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو شپني عمليات زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي خلک هدف ګرځي.

تيره ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د کمېسيون وياند بلال صديقي د ملکي تلفاتو تر ډيريدو وروسته اندېښنه څرګنده کړې وايي، ځواکونه دې په عملياتو کې ملکي او پوځي اهداف بيل کړي تر څو په عملياتو کې ملکي خلکو ته زيان وانوړي.

د نوموړي په وينا، په دغه ډول عملياتو کې کورونه بمباريږي چې تر ډيره پکې ميرمنې، کوچنيان او ملکي خلک وژل کيږي زياتوي چې حکومت دې د ملکي خلکو د وژنو مرتکبين مجازات کړي.

که څه هم په وروستيو کې د بشري  حقونو ځينو ادارو، طالبانو او يو شمير وکيلانو پر ملکي ميشت ځايونو د شپنيو عملياتو د بنديدو غوښتنه کړې خو ګډو ځواکونو لا هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی چې هره شپه پکې لسګونه ملکي خلکو ته د سر او مال درانه زيانونه اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button