لوګر: د برکي برک ولسوالۍ امنيه قومندان ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۷)

د لوګر ولايت د برکې برک ولسوالۍ پر امنيې قومندان چاودنه شوې چې د نوموړي په شمول د هغه څو ساتونکو سره وژل شوی دی.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، نن سهار طالبانو د برکي برک ولسوالۍ پر امنيې قومندان صابرخان چاودنه شوې او د هغه په شمول د هغه یو شمير ساتونکي هم پکې وژل شوي دي.

دغه چاودنه د يادې ولسوالۍ مربوط په شيروازه سيمه کې رامنځته شوې ده.

امنيتي سرچينې هم تاييدوي چې د برکي برک ولسوالې امنيه قومندان په چاودنه  کې وژل شوی خو د لوګر ولايتي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button