پروان: بګرام هوايي ډګر ته څيرمه بې پيلوټه الوتکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۷)
د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ چارواکي وايي، د بهرنيو ځواکونو پوځي اډې ته څيرمه یوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره شوې ده.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، دغه الوتکه پرون ناوخته د باريک آب په دښته کې لويدلې چې د لويدو لامل يې تخنیکي ستونزه بلل شوې.
د قدوسي په وينا، یاده الوتکه د بګرام هوايي ډګر په پنځه کيلومترې کې يوې دښته کې لويدلې او چاته يې زيان نه دی اړولی.
بهرنيو ځواکونو هم د بې پيلوټه الوتکې نسکوريدل تاييد کړي وايي په اړه يې پلټنې روانې دي.
تر دې وړاندې د طالبانو په ډزو د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه او نورې چورلکې نسکورې شوي دي خو تر دې دمه يې د دغه الوتکې په اړه څه نه دي ويلي.



