یو کس د پنځه څلوېښت فټ لرونکي نهنګ له خيټې ژوندی راووت

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۷)

په جنوبي افريقا کې یو تن چې په اوبو کې يې د کبانو د حرکتونو منظرې ثبت کولې په ناڅاپي ډول یوه لوی نهنګ تير کړ چې دوه منټه يې په خیټه کې ساتلی و.

دغه کس چې خپل نوم يې رينرشمف ښودلی وايي، سمندر کې يې د سارډين په نامه د کبانو انځورونه ثبت کول چې په ناڅاپي ډول یوه لوی نهنګ روغ تير کړ خو زياتوي چې شاوخوا دوه منټه يې په خيټه کې ساتلی و او بيرته يې بهر ګذار کړ.

دغه پيښه د جنوبې افريقا په پورټ الزبته سيمه کې چې په زیات شمير ډولفن، وهيل او شارک کبان موجود دي رامنځته شوې ده.

شمف وايي، د انځور اخيستلو پر مهال مې ټول پام دغه لوی کب “شارک” ته و خو په وينا يې که نوموړی ماهي مو کله شاوخوا ګرځيده نو پام به ورته کوئ خو که د شاه له خوا درباندې راشي بيا درباندې حمله کوي.

نوموړی وايي، زه د فلم په اخيستلو بوخت وم چې ناڅآپه تياره خوره شوه، زه وويريدم خو بيا مې هم ځان ډاډه کاوه چې په وينا يې دغه وخت زه د ماهي په خيټه کې وم او شاوخوا تر دوه منټه پورې يې په خيټه کې ساتلی وم بيرته يې ګذار کړم.

د هغه په وینا، کوم ماهي چې دی ژوندی تير کړ شاوخوا پنځه څلوېښت فټه اوږد او شل ټنه وزن به يې درلود.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button