په کندوز کې ۳ تنه امریکايي او کمانډو پوځیان وژل شوي دي

کابل ټکی کام(دوشنبه،۲۷کب، ۱۳۹۷ل):

د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پرمهال طالبانو سره جګړه کې د ۳ تنه امریکايي او کمانډو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې تیره شپه امریکايي او کمانډو پوځیانو د کندوز ولایت چهاردرې ولسوالۍ په خلازیو سیمه کې شپني عملیات پیل کړل، چې طالبان ورسره ونښتل.

نوموړی زیاتوي، په دغو نښتو کې یو کمانډو او ۲ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د مجاهد په خبره دغه نښتې د شپې تر لسو بجو دوام کړی، چې وروسته ګډو ځواکونو په سیمه درنه بمباري کړې او له سیمې څخه یې په شاتګ کړی دی.

په کندوز ولایت کې ۲ تنه امریکايي پوځیان په داسې مهال وژل کیږي، چې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو له جریان سره همهاله وسله والو طالبانو په امریکايي پوځیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دوه اونۍ وړاندې هم وسله والو طالبانو په سویل کې د امریکايي پوځیانو په تر ټولو سترې پوځي اډې(باسټن کیمپ) پراخ ډله ییز بریدونه وکړل، چې تر ۴۶ ساعتونو یې دوام وکړ او طالبانو په کې لسګونو امریکايي پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اړولې خبر ورکړی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button